د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحمت شاه سايل

د رحمت شاه سايل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه

رحمت شاه "سائل"  د امين ګل  زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل  کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.

د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.

۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.

۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.

۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو  ټولګه.

۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.

۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې  ـــ د شعرونو ټولګه.

۶- آخري سندره  ـــ د لنډو کیسو ټولګه.

۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.

۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.

۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.

له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

46 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

لــــکــــه شـــبـــنــم مې لږ د خپل مخ په ګلاب  پریږده

مـــــاډوبـــیــــدوتــه  ته د رنګو نو په دریاب پر یږ ده

 

وخــــتـــــه پــــــه ســــرمې د رقیب په شان مه اودریږه

لـــــږمـــــې د یـــــار سره په سوال او په جواب پریږده

 

د محبت ځــــوانــــي مــــې چل د ستو مانې زده کوي

لــږې دې زلــــفــې پــــــه مخ نورې پیچ و تاب پریږده

 

هــــر څـــــوکــــــه ورک یـــــوله بــلــه د بیلتون په دښتو

مـــــالـــــه پـه ستر ګو کښې قطره نیمه شراب پریږده  

 

زمـــــونــــــږ حــجرې ا خر حجرې دي جما توته نه دي

نــــــاصــــحـــــــه ګـــــوتـې مې نغمې ته درباب پریږده

 

په موده پس شو مخامخ وخت مو په لاس کښې نشته

یــــاروې دیـــــدن او کــړه حساب پریږده کتاب پریږده

 

چـــــه لـــــږې خـــاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي

لـــــږ د کـــــوڅــــــې ته خپل سائل خانه خراب پریږ ده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

لوګې لوګې دې کړمه اور دې نـــــه کړم

سوړ اسويلې دې کړمه شور دې نه کړم

هسې د تور کړمه پـــه تــــور دمينـــــــې

دخـــپلودواړو سترګو تور د ې نه کړم

پښتـــــو خو بل څه وې تا بل څه اوکړه

بـــيا بانـي دې کړم په کور د ې نه کـړم

شونډې دپرانستې او چوپ پاتې شوې

پــر هـــر پر هر دې کړم ټکور د ې نه کړم

ديار دزلــــــفــــو نه را   الوتـيـــــــه بــاده

سمسور دې کړمه خولو لُـوردې نه کړم

نن دې  راو کا تۀ په ډک محفل کښــــې

ښه شوه د خلکو دپيغور دې نـــه کــــړم

زۀ ستا دخيال دليونتوب سائـــــل ووم

هير که دې ډير کړمه خو نور دې نـه کـړم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

د ژونـــد ســپـر لې یم په جهان وریږم

د مــیــنــې ګـــل یــم پـــه جـانان وریږم

 

ستا یو نظر کاته په وس کښي نه دي

اوښــکـــي په مخ د خپل ارمان وریږم

 

چــي پـر ي راځي د یار نازک یلدونه

نــــن بـه پـــه ریـــګ د بــیـابان وریږم

 

لمبي د مړي د ښائست چري مه شه

چـــه تـــــل د اور په ګلستان وریږم

 

زه ســتا سائل داسي سا ئل نه یمه

لکه چه ستا به په خپل ځان وریږم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

دار له مې بیا یې په زنځیر کښې بندیوان روان یم

تـــمـــــا شـې وکړې په کوڅه د خپل جانان روان یم

 

دیـــار نــظـــره چرته یې چه په تندې مې ښکل کړې

ارمـــان مــــې نــــه شي د بیلتون په بیابان روان یم

 

څه د ګونــګې کـــړې د سندرو ډکې ډکې شونډې

نـــــه د سـنــــدره نــــه سـلګۍ کړمه حیران روان یم

 

لـــکــــه یــــادونـــــه چــــه د هــم وي شوکولې رانه

داســــــې یــــوازې پـه میره کښې د ارمان روان یم

 

مـــاوې چه ستا معصوم نظر چرته ر سوانه کړمه

پټ مې نیولې دې په موټې کښې ګریوان روان یم

 

دمـــــــحـــبــــت وجـــــود تــــه نوې زندګي ورکوم

پــــه ګـــلــــدروکــــوم د ســــر ګـــلـو بارن روان یم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

زه پـــه تـــپــــوس دخپلو ورکو ارمانونو راغلم

کــابـل تــه راغـلــــم په پریوتو دیوالونو راغلم

 

پــــــرون دلــــــې پـــــه چـنارونو لولکۍ الوتې

نـــــن پــــه ایــــرو خـړ دایرو په ډیرانونو راغلم

 

نــــښـــه هــیـــچـــا دخپل الفت دانغرې رانکړه

په داسی ګونګو او خا مو شو کنډرونو راغلم

 

چــــه دمــــټـــئ پـــه ځـائ دوینو ګړوبی ورکوې

دپــښــتـــنــــو داســـتـــا نو په سنګارونو راغلم

 

پـه غـڼــو تــار تار لوپټې په چینومات کودړې

پـــه داســــی داســی لارو لارو ګودرونو راغلم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

هر څو هم کۀ هيڅ چل د ژوندون ماله نۀ راتۀ
د ژوند جنون مِ دا ؤ چه مرګ خواله نۀ راتۀ

بل هيچا پيژندے نۀ شوے زما د "بخت" کړمے
بدبخته په هيڅ چل زما تر خياله نۀ راتۀ

دا قام په کومه تلے ؤ د خپل تاريخ د کوره
لوئ
ے قام ؤ خو د خپل مړى ژړا له نۀ راتۀ

مونږ ډډے ته مودے اوشوے چۀ نۀ شو د غرمو نه
د خپل ديوالۀ سورے تر ديواله نۀ راتۀ

شائد زما حسونه پردى شوى ؤ زمانه
نن ستا د خولو بوئ
ے ستا د دسماله نۀ راتۀ

شغلے مِ د شهيد زړګى د داغه پورته نۀ شوے
پيغام چه ادير
ے ته ستا د خاله نۀ راتۀ

تاريخ خو ما ته ستا په حقله بل څۀ وو وئيلى
پښتون خو به خپل کور ته چر
ے غلا له نۀ راتۀ

کۀ ډيره ورته ما د مستقبل سندره اووے
ماضي مِ نوک
ے چرخے کړے تر حاله نۀ راتۀ

دا ښه شوه چه تا سترګے څۀ وئيلو ته کړے پورته
جواب راله راتۀ ولے بے سواله نۀ راتۀ

يخ پخ ؤ د سائل د هنرونو تصويرونه
چه سترګو له ئ
ے تاؤ ستا د جماله نۀ راتۀ

٨/١١/٢٠٠٦

پيښور

نوی غزلبشپړ شعر ولولئ

نوی غزل

رحمت شاه سايل

زړه څــــو به پټ پټ ځان لــــــــه ژاړې مـــاته ووايه
وايه په زړه څـــــــه لــــــــرې څه غواړې ماته ووايه

اوس خو زما زړه زما زړه نه دى تــا نــــيولــــــى دى
ته که ترې خداى ده چـــــرتــــه لاړې مـــــاته ووايه

نه کښينو جانانه چرتـــه څوک به راشي نه کښينو
څـــه چې راتــــه وائـــــــــې پــه ولاړې ماته ووايه

زه به دې منظر دې تــماشې لــــــره درنه شم خو
ته چې خپله کډه کــوډه نغاړې مـــــاتـــــــه ووايــه

دا راز به په دغه ورځ رسوا کړم ځــــــان به وسيزم
شونډې که دې تراړې تراړې لاړې مـــــاته ووايــــه

دا ژوند که  مو  هم سائله غېږ په غېږ شريک نه کړو
مرګ له به شريکې ورکړو غاړې مــــاتــــه ووايـــــه

نوی غزلبشپړ شعر ولولئ

نوی غزل

رحمت شاه سايل

شپه به مدام نۀ وي ســــــړو سحــــــر به هم راشي
سېلاب به مــــــوږه وړي تــــــر څو ګودر به هم راشي

د سترګو تور چې مې دې ورک نظر مې هـم تلى دى
چې نُور مې سترګو له راځـــــي نظر بــــه هم راشي

بلا اوږده به وي، ازغـــــنه به وي، ګــــــرانـــــه به وي
چې لار پيدا شي نـــــو د لارې ســـــر بـه هم راشي

داسې به تل په هر ګوټ پېر کې خاموشي هم نۀ وي
چې کوڅې وي نو وخت د شور و شـــر به هم راشي

چې زمکه وي، زمکې خو  بې ګل منجرې نـه، نۀ وي
آسمان مو هم شته په سرونو نمر به هـــــــم راشي

لا په ټالونو کې ټالۍ زمونږ نــــــه هېـــــــــرې نۀ دي
زموږ د زړونو د ټالو اخــــــــتر بـــــــه هــــــــم راشي

لونګينو نه غــــــــــواړي بــــــــــيا د لونګيـــــنو غاړې
وخت د لونګو د دانـــــو د کر بـــــــــه هـــــــم راشي

سائله مه پــــرېـــږده د خپــــــلې دلـــــــدارۍ لمــنه
ستا لېونى سپېلنى ورک دلــــــبر بــــه هـــم راشي

نوی غزلبشپړ شعر ولولئ

نوی غزل

رحمت شاه سايل

ستا د سالو لمبې ترې مــړې شوې ګودر پاتې نه شو
چې مازيګر شــــــو بــــې لتا، مازيګر پــــــاتې نه شو

د غرمو خوښه ده چې اوس راسره هـــــر څــــه کوي
ستا د وربل سيورى زمــــــوږه پـــــه سر پاتې نه شو

لارو څارلو دې د زړه د بـــــــــرمــــــه پــــرې ايستمه
نور مې د سترګو په کــــکو کــــــې نظر پاتې نۀ شو

اوس د کوټه کره تقديــــر په اثره ژونـــــــد کــــــوومه
په تدبيرونو کې مې هغه هـــــــنر پـــــــاتــې نۀ شو

زړۀ دې درز ونه کړو او سترګې دې نم ژنې نۀ شوې
جوړ په سندرو کې مـــــې هغـــــــه اثر پاتې نۀ شو

نۀ دې شور راوړو نه دې شور يـــوړو د ځـــــانه سره
نن دې د سترګو د سوالونو نه شـــــر پـــاتې نۀ شو

د جانان کور داسې په سترګو کې تصوير ګــــرځـووم
عشقه قربان پــــــه زړۀ مې غم د سفر پاتې نۀ شو

سائله دا نظر د هغــــــې نظــــــر بـــــــــاز وړى دى
لر و بر هغه بې معنى لر و بــــــــر پــــــاتـې نۀ شو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

لکه د پرښې پر خپل ټول ژوند ورول غــــــــــواړم
يو ځل دا سره ګلاب د شونډو خندول غــــــــواړم

آواز مې کيناستو په ډيرو نعــــــــرو ډيــــــرو چغو
زمانه ورک لاليه چرته یې درتــــــــلل غـــــــواړم

ستا د دے مړو رپندو سترګو د ثــــــناء دپــــــــاره
د زړه تنړاکې مې د دړد په تار پـــــــيرل غــــواړم

سترګې مې ټق چوى د دړدونو د شـــدت د زوره
لږ شانې خوب د شوګيرونو په څنګل غــــــــواړم

د ميني سوال په ناممکن او په ممکن نه سپارم
د خزان باد ستا د سپرلى نه بيلول غــــــــــواړم

د ګمانونو د  غارونو په شا ژوند نــــــــه کــــوؤم
زه د يقين په ګړنـــګونــــــــــــو الـــوتل غــــواړم

الفت يم تل به د نفرت سره يم لاس و ګريــــوان
زه مستقــــبل د ګـــــــل ورينو مستقبل غــــواړم

چرته لمبې دى چرته تګ دې د چړو په څــــــوکو
خو ستا سائل ستا تر کوڅې در رسيدل غــــواړم