د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

غزل

لکه د پرښې پر خپل ټول ژوند ورول غــــــــــواړم
يو ځل دا سره ګلاب د شونډو خندول غــــــــواړم

آواز مې کيناستو په ډيرو نعــــــــرو ډيــــــرو چغو
زمانه ورک لاليه چرته یې درتــــــــلل غـــــــواړم

ستا د دے مړو رپندو سترګو د ثــــــناء دپــــــــاره
د زړه تنړاکې مې د دړد په تار پـــــــيرل غــــواړم

سترګې مې ټق چوى د دړدونو د شـــدت د زوره
لږ شانې خوب د شوګيرونو په څنګل غــــــــواړم

د ميني سوال په ناممکن او په ممکن نه سپارم
د خزان باد ستا د سپرلى نه بيلول غــــــــــواړم

د ګمانونو د  غارونو په شا ژوند نــــــــه کــــوؤم
زه د يقين په ګړنـــګونــــــــــــو الـــوتل غــــواړم

الفت يم تل به د نفرت سره يم لاس و ګريــــوان
زه مستقــــبل د ګـــــــل ورينو مستقبل غــــواړم

چرته لمبې دى چرته تګ دې د چړو په څــــــوکو
خو ستا سائل ستا تر کوڅې در رسيدل غــــواړم

د شاعر نور شعرونه ←