د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

نوی غزل

ستا د سالو لمبې ترې مــړې شوې ګودر پاتې نه شو
چې مازيګر شــــــو بــــې لتا، مازيګر پــــــاتې نه شو

د غرمو خوښه ده چې اوس راسره هـــــر څــــه کوي
ستا د وربل سيورى زمــــــوږه پـــــه سر پاتې نه شو

لارو څارلو دې د زړه د بـــــــــرمــــــه پــــرې ايستمه
نور مې د سترګو په کــــکو کــــــې نظر پاتې نۀ شو

اوس د کوټه کره تقديــــر په اثره ژونـــــــد کــــــوومه
په تدبيرونو کې مې هغه هـــــــنر پـــــــاتــې نۀ شو

زړۀ دې درز ونه کړو او سترګې دې نم ژنې نۀ شوې
جوړ په سندرو کې مـــــې هغـــــــه اثر پاتې نۀ شو

نۀ دې شور راوړو نه دې شور يـــوړو د ځـــــانه سره
نن دې د سترګو د سوالونو نه شـــــر پـــاتې نۀ شو

د جانان کور داسې په سترګو کې تصوير ګــــرځـووم
عشقه قربان پــــــه زړۀ مې غم د سفر پاتې نۀ شو

سائله دا نظر د هغــــــې نظــــــر بـــــــــاز وړى دى
لر و بر هغه بې معنى لر و بــــــــر پــــــاتـې نۀ شو

د شاعر نور شعرونه ←