د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

نوی غزل

زړه څــــو به پټ پټ ځان لــــــــه ژاړې مـــاته ووايه
وايه په زړه څـــــــه لــــــــرې څه غواړې ماته ووايه

اوس خو زما زړه زما زړه نه دى تــا نــــيولــــــى دى
ته که ترې خداى ده چـــــرتــــه لاړې مـــــاته ووايه

نه کښينو جانانه چرتـــه څوک به راشي نه کښينو
څـــه چې راتــــه وائـــــــــې پــه ولاړې ماته ووايه

زه به دې منظر دې تــماشې لــــــره درنه شم خو
ته چې خپله کډه کــوډه نغاړې مـــــاتـــــــه ووايــه

دا راز به په دغه ورځ رسوا کړم ځــــــان به وسيزم
شونډې که دې تراړې تراړې لاړې مـــــاته ووايــــه

دا ژوند که  مو  هم سائله غېږ په غېږ شريک نه کړو
مرګ له به شريکې ورکړو غاړې مــــاتــــه ووايـــــه

د شاعر نور شعرونه ←