پښتو ادب · شاعران
صديق کاوون توفاني
د صديق کاوون توفاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
دوطن بوی
له بیدیا نه راجګیــــــــــــږې دچمن بوی
دګـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی
ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خلا صه
چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی
شعرونه
36 خپاره شوي شعرونه
د ګلو کاروانبشپړ شعر ولولئ
د ګلو کاروان
صديق کاوون توفاني
دزړه غاټولبشپړ شعر ولولئ
دزړه غاټول
صديق کاوون توفاني
نــــــــن دې جــــــانـــــان د خـــــوږو کتلو تـــــــاب نــــــــه لرم
د مستــــــــو ستـــــــــرګــــــــو اِ شـــارو ته دې ځواب نه لرم
مــــــــا دې د ستــــــر ګو په " یاسین " باندې ایمان راوړی
څـــــــــوک راتــــــــه وایــــــي چــــــې کافر یمه کتاب نه لرم
مــــــا د خـــــــو ږې ګنـــــــاه مــوجــونو ته ځان وغور ځاوه
نــــــــــــــور لـــــــــه ګــــــــدا آسمـــــــانــه تمه د ثواب نه لرم
ستـــــــــا د تــــــــودې غېږې حــــــــرم تــــــه مې پناه راوړې
تمـــــــامـــــــه شپه در ســــــره پـــــــایمــــه شتـــاب نــــه لرم
یــــــوازې تـــــا تـــــه مــــــې مغــــــروره ککــــــــرۍ ټیټیږي
ستــــــــا لـــــه خــــــوږې مینــــــې نـــــه پرته انتخاب نه لرم
د زړه غـــــــاټــــــول مــــــې درتـــــــه راووړ، یـــاره ویې منه
دوچــــــــو شــــــاړو لاروی یمــــــه، ګــــــــلاب نــــــه لـــــرم
مـــــــــا د څپــــو پـــــه وَزَرونــــــو کـــــې وطــــــــن کړی دی
چَلــــــې نــــه نــــــه ډارېـــــږم، وېـــــره له سېـــلاب نـــــه لرم
دوطن بویبشپړ شعر ولولئ
دوطن بوی
صديق کاوون توفاني
له بیدیا نه راجګیــــــــــــږې دچمن بوی
دګـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی
ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خلا صه
چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی
دمینی په نامهبشپړ شعر ولولئ
دمینی په نامه
صديق کاوون توفاني
دزړه په شاړه کرونده کې مې دهیلو سپرغۍ وکرلې ،
اودآرمان دښاپیرۍ په څڼو وځنګیدم.
بیا مې دتیږو په ساړه ذهن کې ،
دتودې مینې په نوم ،
دزړه په وینو دیوې بلې کړلې .
دشپې په دښته کې مې ،
په سپیروشګو ، دګلونو دپښو خاپونه ولټول .
اودبادونو په شګلن بهیرکې ،
دسرو غټیو دمزار څیلي ته ودریدم
اودخدای ټول کلی مې ،
چې شپه او ورځ پکې داوښکو بارانونه کیدل
په یوې اوښکې ،
په یوې ورستنۍ اوشکې ،
پسې ولټاوه .
چې دغمونو دڅپر کي وروستۍ پاڼې ته وروستی ټکی شي
خوته به وایې چې وروستۍ اوښکه ،
مرغۍ شوه ،
او هوا ته ،
لاړه .
* * *
کله چې باغ کې ، تبر شین شو دنارنجو په خای ،
ماته دشنو ونو دمړینې افسانه یاده شوه ،
او زړه مې وټوکیده ،
لوی شو ،
بیرته ورژیده .
ټوټې ، ټوټوې شو ،
پاڼې پاڼې شو ،
دباغ په ونو وغوړیده .
دکوم بې نومه ، نا څرګنده «چا» خبرومې په غوږ کې انګا زې کولې
کله چې ونې مري ، شمال لګیږي ،
کله چې ونې مري ، نری نری باران وریږي ،
کله چې ونې مري ،آسمان په چیغو چیغو ژاړی،
سیندونه ساه ورکوی،
او چپه کېږي غرونه،
او بیا له کومهنا څرګنده ځایه،
یو لاس راوزي، چي رڼا حپروي،
یو لاس راوزي، چی بادونه تړي،
یو لاس راوزي، چي له ډاره یی، د تبر خوله کي ژبه سوزي"
خو ما کتل چې ونې مړې شوې،
ګلان ورژېدل
په شنو باغونو کې د تبر ترانه جاري شوه،
په وچو څانګو د مرغیو ځالې ونړیدې،
او خو نړۍ سیلۍ په ټولو کلی کې وچلېده.
شمال ونه لګېده،
نری نری باران ونه وریده،
غرونه ونه نړېدل،
سیندونه ساه ورنه کړه،
او د اسمان له تکو شنو سترګو نه، یو څاڅکی ونه څڅېده
له ناڅرګنده ځايه،
د باغ په لوري لاس ونه غزیده،
د خدای په ټول کلي کې،
چا د زخمي نښترو سوې ساندې وانه وریدې،
چا د سېلیو وزر ونه تاړه،
چا د تبر ژبه غوڅه نه کړه.
خو د بې نومه نا څرګنده" چا" خبرې مې تر اوسه لا په ذهن کې دي.
* * *
اوس لکه سټړي سرګردانه مرغه،
د باد په ورانو کنډوالو الوزم،
د باد په ورانو کنډوالو کې، مې د هیلو،
سره ګلان،
لټوم
آلمان/2000 اپریل
دګناه په انتظاربشپړ شعر ولولئ
دګناه په انتظار
صديق کاوون توفاني
تاویل چې یوه شپه به غیږته درشم
په نازونو به خړوب کړم ستا نیازونه
دګناه په کنډولیو به دې مست کړم
درته وبه ښیم واړه جنتونه
خو شپې څه چې
لا کلونه
پسې تیرشول
هغه شپه
چه تاویلې وه
رانغله
زما غیږه لا هماغسې خالې ده
زما سترګې لا تراوسه لارې سارې
لا تر اوسه دګناه په انتظاریم
لا تر اوسه تیرومه شوګیرونه
نه کنډول شو، نه باده، اونه مستې شوه
نه ثواب شو ، نه ګناه ،نه بی خودې شوه
ستا نازونه
او زمانیازونه
ډیرشول
زه لااوس هم دګناه په انتظاریم
هره شپه
په خوب کې
وینم
دوزخونه
دیاد څلیبشپړ شعر ولولئ
دیاد څلی
صديق کاوون توفاني
تــــــــــــــورو تــــــــپـــو پـــــســــــې ستـــــوري دسهــــر وړم
ســــــــــــرو لـــــمـــــــبــو تــــــه پـــر اوږو بــــانــدې وزر وړم
غــــــــړونــــــــدې راتــــــــه پــــــــــه غــــــاړه ســـتـا د مینــې
مــــــــــلا مـــــــتـــــې د مــــســـلــــم او د کــــــــافـــــــــــر وړم
پـــــــــــراوږومــــــــــې دآرمـــــــــان صــــلــــــــیــــــب راوړی
د تــــــــــومـــــــــــت کــــاڼــــۍ کــــودړي مـــې پـــر سـر وړم
پــــــــــــه کــــــــونـــــــــډۍکــــــــــې ځـــایــوم دریاب دهیلو
پـــــــــه لـــمــــنـــــــــه کــــــــې داوښــــــکـــوســـمـنـــدر وړم
ستـــــــا د یــــــــادڅـــــــلـــــی پــــه ښــــوی ښـــېـــرازه سـاتم
دزړه ګــــــــــــل ورتـــــــــــه ســــهـــــر ومـــــازیــــــــــګـر وړم
پــــــــه څــــــــــــــړۍ مــــــــۍ اور بــــلــیـــــږي لکــــه شـمـــه
تــــــــــورو شــــــپـــــوتـــــــــه څــــــراغـــــــونــــــه د باور وړم
د آرمان گلبشپړ شعر ولولئ
د آرمان گل
صديق کاوون توفاني
زما د مينې د آرمان گله !
د څیلې ګلاببشپړ شعر ولولئ
د څیلې ګلاب
صديق کاوون توفاني
ښکالو د خندا نشته ده ، د ویرژړلو ښار کې
د ژمي شپې ديبشپړ شعر ولولئ
د ژمي شپې دي
صديق کاوون توفاني
هوا سړه ده ، په کوڅو کې موسیقي د قدمونو نشته
دا په تا څه و شول کابله . . . ؟بشپړ شعر ولولئ
دا په تا څه و شول کابله . . . ؟
صديق کاوون توفاني
دا په تا څه و شول کابله ، د ننګونو ښاره