د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه

د څیلې ګلاب

 ښکالو د خندا نشته ده ، د ویرژړلو ښار کې

اغزي راټوکیدلي د سمسورو ګلو ښار کې

چې باغ یې د سندرو د مستۍ له شوره ډک و
رابره خاموشي ده ، د هغو بلبلو ښارکې
 
زه خپل زړه ته حیران یم ، د سړې څیلې ګلاب ته
چې تمه د الفت لری ، د ښکلو ښکلو ښار کې

پرون یې په هینداره کې حیرت د غوټۍ مات کړ
نن پاڼې پاڼې پروت دی ، د کږو وربلو ښار کې
 
ملا یې په یوه غړب له اوو واړو نه تېر شو
ماتیږي سوګندونه د رنګینو ملو ښار کې 
د شاعر نور شعرونه ←