افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دګناه په انتظار
تاویل چې یوه شپه به غیږته درشم
په نازونو به خړوب کړم ستا نیازونه
دګناه په کنډولیو به دې مست کړم
درته وبه ښیم واړه جنتونه
خو شپې څه چې
لا کلونه
پسې تیرشول
هغه شپه
چه تاویلې وه
رانغله
زما غیږه لا هماغسې خالې ده
زما سترګې لا تراوسه لارې سارې
لا تر اوسه دګناه په انتظاریم
لا تر اوسه تیرومه شوګیرونه
نه کنډول شو، نه باده، اونه مستې شوه
نه ثواب شو ، نه ګناه ،نه بی خودې شوه
ستا نازونه
او زمانیازونه
ډیرشول
زه لااوس هم دګناه په انتظاریم
هره شپه
په خوب کې
وینم
دوزخونه