د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه

د آرمان گل

 زما د مينې د آرمان گله !

د کال په کوم فصل کې ،
پر کومه سوې او ښوره دښته کې وغوړېدې ؟
چې نه دې باد پېژني
نه د وږمې په یاد یې
نه د شبنم په اوبني ذهن کې
ستا د خندلو خاطره پاتې ده .
په کومې سوې دښته 
د کال په کوم فصل کې
‍یوه شیبه ،
او د یوې ، ترخې موسکا لپاره و غوړېدې،
چې نه دې بوی راغی
او نه مرغیو ستا پيغام راووړ .
زه په نمجنو سترگو ،
د پسرلي د وږمې لاره څارم
چې گوندې ستا له موسېدلو شونډو
ماته پیغام راوړي .
خو ته په کوم فصل کې ،
پر کومې سوې دښته ،
یوه شیبه ،
او د یوې 
ترخې موسکا لپاره
و غوړېدې ؟؟
زما د مینې د آرمان گله .
د شاعر نور شعرونه ←