پښتو ادب · شاعران
پوهاند مجاور احمد زيار
د پوهاند مجاور احمد زيار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار 68 كاله وړاندې د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانيستې . لومړنىښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
د ياد ګار په پښوکېبشپړ شعر ولولئ
د ياد ګار په پښوکې
پوهاند مجاور احمد زيار
د مزدا پر لورې لارهبشپړ شعر ولولئ
د مزدا پر لورې لاره
پوهاند مجاور احمد زيار
مرجاني لاسونهبشپړ شعر ولولئ
مرجاني لاسونه
پوهاند مجاور احمد زيار
چــــېــــــرې د لـــــمــــر د اهـــــورا د پــــــلوشــــــو لاســـــونــــــــــــه
چـــېـــــرې د شـــپـــې د اهـــريـــمـــن د تــــورتـــمـــو لاســــونــــــه
تـــــل دې ښـــــېرازې وي پــــــېــــغلوټـــــې نـــــاوکـــۍ د چــمن
لـــــه ســـــرو ګلــــــونو چــــــاپــــېــر مــــه شـــه د اغـــزو لاســونه
پرې چې خپل شوم برخليک کړوسم په خپل ايمان له سره
هـــــســـک تـــــه مــــو جـــګ په من سلوا پسې ترڅو لاسونه
زازو رازېـــــــږي به تـــــرې ډېــــــــرې بــــريـــمــنـــې شــــېـــبــــې
ســـــــره ورکــــــړي نــــــن کـــــــه هــــســـې ورځـــو شپو لاسونه
د تـــــــورو ويــــنــــو ســــوداګــــر او تـــور تـــرهـــګــرلارويــان
مــــــروړي مچـــــوزمـــه بــــه لــــه خــــپـــلو بــــدو کړو لاسونه
لـــــــه تــــرهــــوړو تـــــورو لارو، واټــــــنــــونــــو اخــــــــــــــــــــوا
مــــــه شـــــه رالنــــــډ د پـــــــرمــــخـــيون د سرو جـوپو لاسونه
کړي بــــه يـــــو ورځ ډېـــــر ګــــرېوانــــونه تــــر لمـــنـــو څـــيرې
د غـــــــرونــــو غـــــرونـــــو چــــوپـــــو خــولو د فريادو لاسونه
کــــــــړو بــــــه ورلــــــنــــډ پــــه نــــن ســــبا کې يې تر ولو پورې
راتــــــه يـــــو کــــړي کــــه لــــه سېــــلـــمـــې نــــه دښــنو لاسونه
مـــيـــنـــځي اخـــر په خپلو ويــــنو بــــه د ځـــمکې خــــدايــــان
ککـــــــړ پــــــــه ويـــــنـــو د بـــــې شـــمـــېــــرو پـــرګـــنو لاســونه
کـــړي بـــــه ورمــــات واړه بوتان ، بــــــــودتــــونـــونــه يو مخ
شـــــي بـــــه يـــــو ســــوک، ډک لـــــه تــــڼاکــــو او ټـپو لاسونه
د ســــــود و پـــــانګـــــې لــــه کازمـــــنو تـــــيا رخــــورو بــېزار
رانـــــــه يــــــــې لــــــرې د مـــــرګ ژوبــــلې د مــــريـــيو لاسونه
چــــې ټــــــــول پـــاڼــــرېـــژي شنه او سپين خوبونه و بوږنوي
ســــــــره پــــېـــــيــل بــــــه شـــــــي نـــور هـــــــم د مرجانو لاسونه
دا تـــــنــدرونـــــه بـــه بــــرېــــښــــناوې او خــــنــــداوې راوړي
لمــــــر تـــــه بــــــه ورســــــي د ســـــتورو او ســـپــــېدولاسونه
لــــه ژغورارامـــــــه د انـــــسان چـــــې پر بل څه نه کړي سوچ
راځـــــــــــــه په ټوله مينه ښکل کړو د هـــــغــــو لاســــــونــــــــــه
چــــــــې پــــــرې بــــــــــاران د تــــــــورو څـــــــــــڼو بيا را ووروې
جــــــــــوړې دي څـــــــانـــګــې د چــــنـــدړ ســتا د شهو لاسونه
د تــــــلــــســـمــــسورو ګلــــبــــڼو پـــــه پـــــــار دې راشـــه ګلې،
پــــه غــېــــږ کــــې وکــــرم د مــــيــــنـــې له پــــېـــرزو لاســــونـه!
پوهاند زيا ر، اکسفورډ 29-11-06
غاړې غرونهبشپړ شعر ولولئ
غاړې غرونه
پوهاند مجاور احمد زيار