د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
پوهاند مجاور احمد زيار شعرونه

غاړې غرونه

د مرګ ويرڅه ورځې شپــــې درومي رادرومي
د تورتم نا تار جـــــوپــــــې درومــــي را درومي
د بخولو، نـــــا وريـــــنــــو د څـــــــــپا نــــــونــــو
بيا تازه تــــــــازه څپـــــې درومي را درومــــــــي
پرله پورې بد لوي ســــــــــره اړخــــــــونـــــــــه
توپانونه، شـــړشپـې درومـــــــي را درومـــــــي
پـــــــر بنـــــده د خدای اړنه دي، خو جوما ت ته
همېـــــشه پـــــرلاس تسپـــې درومي را درومي
 سمندر کې مې د خيـــــا ل، هيـــــلۍ د ياد يې
بيا وهــــي غـــــوپې غوپـــې درومي را درومي
بيــــــا پــــــه خوب کـــې تورې څڼې او وربل يې
هسې شان لـــــوپې لــــــوپې درومي را درومي
دا مې غوږ تــــه تېــرې هېرې شــــــا ن سندرې،
که خوږې خــــــوږې ټپـــــــــې درومي رادرومي
څنګه هېـــر دې کــــــــړم هېواده چې دې زياوې
له هر کـــور کلــــــي تپــــــې درومي را درومي؟
پــــه تبجلې ســـــره بـېد يا کې د اند واند دې ،
غـــاړې غـــرونــه او کړپې درومي را درومي !          
 8-5-2006
د شاعر نور شعرونه ←