د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
پوهاند مجاور احمد زيار شعرونه

د ياد ګار په پښوکې

ژيړ پاڼرېژ مــــــــــې د بهار په پښو کې رژي
تـــــوره شــــپه مې د سهار په پښو کې رژي
تورې دربلې د نانځړو د ما ښــــــامـــــومــې
د رڼو سپېدو سپېدار پــــــه پــښو کې رژي
دا له برم د پښتنې ميـــــنې وربـــــــــل مــــې
سنبل څڼې د ګلزار په پـــــــــښو کـــــې رژي
د رنجکاڼو پر ځای کاڼي د اســـــــمان مـــې
د پېغلو ټو د سينګار پـــــــه پــښوکـې رژي
ګرد دښنه  مې نزرمات ته د ښـــايــــــست به
لکه سپانده د انګار پــــــــه پښوکــــې رژي
ټول د جنګ، جنا يت، جـهل اسمانڅک به
د ننګ پت وياړلي ښــــــار په پښوکې رژي
بلهــــــــاري بـــــــــه مې د مينې کړي تلپاتې
که مې ژوند اوس د نـاتار په پښو کې رژي
نه چې خاورې شي يـــــوځای راسره ګورکې
ارمانونه مې د دار په پــــــــښو کـــــــې رژي
په نمانځنه کــــــــې د تــــلين هر پسرلی به،
سره غاټول مې دياد ګار په پښو کې رژي !
د می لومړۍ2006
د شاعر نور شعرونه ←