پښتو ادب · شاعران
ګل پاچا الفت
د ګل پاچا الفت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.
الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.
دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.
الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.
الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.
د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.
ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.
د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.
د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو
. خداى (ج) دې وبخښي
شعرونه
47 خپاره شوي شعرونه
دبهار هرکلیبشپړ شعر ولولئ
دبهار هرکلی
ګل پاچا الفت
هــــــــرکله راشې تازه بهاره تــــــا دي راوړي ګلان بې شمــــــاره
نری شمال دې دم دعیسی دی سحر چې راشي له جګ کهساره
آب حیات ؤ ، ستــــا بارانونـــــه ترو تازه شول ټول چمنونـــــــه
هیواد زموږ دې شین ګلستان کړ هر طرف ښکاري دګلو غرونه
دبلبل ځاله پاڼه دګل شــــــوه شاعري برخه نن دبلبل شـــــــوه
غنچه دګلو په حقیقت کـــــې مطلع دشعــــر روح دغزل شوه
تل دې بهار وي زموږ وطن کې لکه چې روح وي ښایسته بدن کې
څــــانګې دګلو دې تل تازه وي خـــــزان دې نه وي رموږ چمن کې
دګلزار نندارهبشپړ شعر ولولئ
دګلزار ننداره
ګل پاچا الفت
بیا وطن ښکاري تازه نوی بهـــار دی بــــــیـــا پــه غاړه دهر چا دګلو هاردی
باغ کې ځوړند دي دګلو امیلونـــــه ته خو ګوره ورته ! څنګه ښه ګلزاردی
هر طرف ځانګي ښایسته غنچې دګلـــو دمستـــــــۍ دوره راغلې په بلبلـــــو
ښې نغمې له هرې خوا غوږو تــه رســیـږي په رښتیا چې بهار وړ دی ستایلو
نن هر چاته خپله سیمه ښه ګلــــــــزار دی دا تا ثیر خدای نصیب کړی دبهار دی
مرغې باغ کې دي خوشحاله زرکې غرو کې هر طرف ته چې نن ګورې لا له زلر دی
دکال ځوانيبشپړ شعر ولولئ
دکال ځواني
ګل پاچا الفت
ځمــــکه تمامه شنه بخملــــــي ده نــــــــوی بهـــــار دی دکال ځواني ده
دا زوړ جهان چې بیرته ځوان شو اغیـــــــزه ټوله دپـــــســـــــرلـــــــي ده
ځمکې په خپل مخ ایښي ګلــونه ونو پــــه غاړه کـــــــــــــړه امیلونـــــه
دکال ځواني ده وطن سمسور دی خوشحاله ګـــرځی ځلمي او نجونه
سحر سبا دی غوټۍ غوړیــــــــږي دګل په پاڼــــــــو شبنــــــــم ځلیږي
عجب احوال دی نــــن په ګلشن کـــــې
ګلـــــونــــــه خانـــدي بلبل کــــــړیږي
دهقان ته خطاببشپړ شعر ولولئ
دهقان ته خطاب
ګل پاچا الفت
ای دهقانه وخت دکار او ستــــــا دزیار دی
ستا دلاس ګټې ته هر څوک امید وار دی
خبل وطن په هر راز بوټو ښایستــــــــــه کړه
ستا په سعیه داوطــــــــن ګل ګلــــــــزار دی
* * *
ګــــوره پــرې نږدې دا ځمکه هسې شــاړه
دنیــــا ده ستا دغــــوايي په ښــــــکر ولاړه
نن ملا ټيټه کړه خپل کارته غفلت مه کړه
بیا په خپل چمن کې ګرزه هسکه غــــــاړه
* * *
ستا دلاس ګل ته بلبله خــــوشحالیــــــږي
ستا له باغه هر سحر وږمــــه تـــــا ویــــږي
ښایسته نجونې ږدي ستا ګلان وربلو کې
بورا هم ستا په ګلانــــــو ټـــــپــــــریـــــــږي
دبهار ښایستبشپړ شعر ولولئ
دبهار ښایست
ګل پاچا الفت
هغه ښکلو چې په خپل حسن سینګار
زړه له هر چا ځنې وړلــــــو په تلــــــوار
ورته ګوره چې نن ټولو زړه بایللــــــې
په ښایســـــــت او لطافت دنو بهـــــــار
دا ښایست ګلا لي غرونه بې نظیـــــــر
په هرګوټ کې یې لیده شي یو کشمیر
هیڅ بلبل له دې چمن نه وتی نه شــــــــي
تړل شوي دي دحســــــن په ځنــــــــځیــــــر
څــــــــومره ښکلي ښکاره کیږي چمنونـــه
په لیدو یې تازه کیږي مــړاوي زړونــــــــه
ښکلي ټول نن دبهار سیل تـــــه وتلـــــــي
پسرلي کې لیدل کیږي ښه مخــــــونـــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګل پاچا الفت
چاچې ايښی
دا شين خال ستا په جبين دي
زما زړه هم د هغه د لاسه شين دی
ستا امېل
کښې يې سل زړونه دي پېيلي
چا جوړ کړی ستا د غاړې لونګين دی
جوړه شوې يې
د لمر له پلوشو نه
ستا د عشق پر حرارت مې دا يقين دی
سور سالو دې
سره لمبه ده نه پوهېږم
که زما د زړه په سرو وينو رنګين دی
د جمال
پرښتې ته چې جوړولې
ورلېږلی چا سلام چا آفرين دی
معجزه ته د
قدرت او د خلقت يې
په رښتيا چې خدای
ج
احسن الخالقين دی
خدای
ج
دې ساته په امان له بدو سترګو
دا دوعا د پښتو زمونږ آمين دی
همدرديبشپړ شعر ولولئ
همدردي
ګل پاچا الفت
ژاړي په
غمونو کې خواخوږی د هر چا سره
سل پتنګان سوزي د يوې شمې ژړا سره
ډک زړګۍ له
اوښکو ګرځي ورېځې په آسمان کې بيا
څه ژړا ملګرې ده د ژوند يوې برېښنا سره
ټول باغ
ژړېدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ
ډېر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره
نه ښايي
انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لويه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
داسې بې غمي
دې خدای په هېڅ کور کې پيدا نکړي
يو کور کې چې وير وي او بل خاندې له ليلا سره
پښتون ته خطاببشپړ شعر ولولئ
پښتون ته خطاب
ګل پاچا الفت
پرون سالار
وې نن د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه
د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه
نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه
مغــُل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته
چې درته ووايي د ننګ غيرت اشعار پښتونه
اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه ګورئ نور
په ننګ راپاڅېږه ته هم د ننګرهار پښتونه
غواړم له تانه د ميرويس او احمدشاه کارونه
د لويو خلکو په ځای ناست د کندهار پښتونه
د پکتيا پښتونه تاته ډيرې سترګې اوړي
ته مشهور په ننګ غيرت په هر ديار پښتونه
وزيرو تاسې په هر وخت کښې جهادونه کړي
انګرېزان ستا له لاسه تل وو ناکرار پښتونه
خبرې ډېرې
دي اوږدې کيسې به نه کومه
دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه
د خوشال خان
خټک پښتو پښتونولي دې څه کړه
د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه
قدر او مقداربشپړ شعر ولولئ
قدر او مقدار
ګل پاچا الفت
د چا فخر د
سيسۍ، زرکې په ښکار
د بل فخر په وژلو د ښامار
د وړوکي کار
وړوکی د لوی لوی
د هر چا قدر د خپل کار په مقدار
د عقاب
پرواز ته ګوره چرګ ته ګوره
چرچرک چېرته او چېرته موسيقار
چا سره نقشه
وړه چا سره لويه
يو به خونه جوړوي يو بل لوی ښار
څوک سينګار
کوي څوک کار کوي څوک لوبې
ملتونه جوړوي ملي معمار
عادي خلک به
کوي عادي کارونه
نوابع لري په کار کې ابتکار
د تاريخ جبر
کوي لوی لوی حکمونه
څه راوځي جريده کې د روزګار
ډېره لويه
غېږ په کار ده مستقبل ته
لوی جريان کې يې چې ښکاري څه اثار
زړونه داسې
ګواهي لي چې هر ګوره
نوي نوي څه راوړي ليل ولنهار
لوی بدلون
دی راروان پدغه لوري
وڅارئ د شپو او ورځو لويه لار
ډېر څه وړي
ډېر څه راوړي انقلابونه
نه پرېږدي يو سړی خورد او بل خروار
ولسي نظام
هر څه خلکو ته سپاري
هم د کار مسئوليت هم اقتدار
مساوات نشي
راتلای څو چې هېواد نه
باداري اغايي کډه نه کړي بار
چې پيدا شي
اطمنان خوښي په زړو کې
نيسي ځای د خلکو زړونو کې سرکار
بدبيني
بدګماني غلط فهمي
نوي خلکو کې چې خلک وي اميدوار
ژوندي کيږي
اميدونه اسرې هيلې
په افسون د محبت په ښه کردار
علاقه نظر
هغسې نه جلبيږي
لکه څوک چې جلبوي علاقدار
نه په چل
باندې کېدای شي نه په جبر
څه چې کاندي شخصيت د يو کردار
زړه چې ښه
شي په ښه زړه بيا هر څه کيږي
هغه کيږي چې نه کيږي په اجبار
د ناز مېرمنېبشپړ شعر ولولئ
د ناز مېرمنې
ګل پاچا الفت
ورور دې
خواري او مزدوري کوي له پلاره سره
تا په مستۍ کې امېل وشکاوه له ياره سره
مور دې
مېچنې ګرځوي خور دې منګي ډکوي
ته سور پېزوان غواړې د سرو زرو د هاره سره
ده غريبي
خواره خواري کور کې څه نه دي پاتې
مه کوه لوبې له درهم او له ديناره سره
دلته د ښځو
په سر خاورې دي د ناز ميرمنې
تا يارانه ده اچولې دنيا داره سره
خبره نه يې
ستا په خويندو ميندو څه تېرېږي
ستا سرو کار دی تمام عمر له سينګاره سره
عيش و عيشرت
دومره ډېر پرېرده د وطن مېرمنې
مينه پيدا کړه د خپل کور له کسب و کاره سره
يو زړه په
لاس کې ونيسه نور زړونه مه ځوروه
مناسب نه دي دا خويونه له دلداره سره
په سرو مال
چې د وطن خدمت ته نه وي تيار
مه ګوره هېڅ د هغو خلکو له ريباره سره
ورسره مه
خانده ! چې خاندي په خوارانو باندې
د ناز خندا کړه د وطن له خدمتګاره سره