د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دبهار هرکلی

هــــــــرکله راشې تازه بهاره          تــــــا دي راوړي ګلان بې شمــــــاره

نری شمال دې دم دعیسی دی         سحر چې راشي له جګ کهساره

 

آب حیات ؤ ، ستــــا بارانونـــــه            ترو تازه شول ټول چمنونـــــــه

هیواد زموږ دې شین ګلستان کړ         هر طرف ښکاري دګلو غرونه

 

دبلبل ځاله  پاڼه دګل شــــــوه                شاعري برخه نن دبلبل شـــــــوه

غنچه دګلو په حقیقت کـــــې                مطلع دشعــــر  روح دغزل شوه

 

تل دې بهار وي زموږ وطن کې          لکه چې روح وي ښایسته بدن کې

څــــانګې دګلو دې تل تازه وي             خـــــزان دې نه وي رموږ چمن کې

د شاعر نور شعرونه ←