د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دکال ځواني

ځمــــکه تمامه شنه بخملــــــي ده           نــــــــوی بهـــــار دی دکال ځواني ده

دا زوړ جهان چې بیرته ځوان شو            اغیـــــــزه ټوله دپـــــســـــــرلـــــــي ده

ځمکې  په خپل مخ ایښي ګلــونه             ونو پــــه غاړه کـــــــــــــړه امیلونـــــه

دکال ځواني ده وطن سمسور دی             خوشحاله ګـــرځی  ځلمي او نجونه

سحر سبا دی غوټۍ غوړیــــــــږي              دګل  په پاڼــــــــو شبنــــــــم ځلیږي

عجب احوال دی نــــن په ګلشن کـــــې    

ګلـــــونــــــه خانـــدي بلبل کــــــړیږي

د شاعر نور شعرونه ←