د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل پاچا الفت

د ګل پاچا الفت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.
الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.
دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.
الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.
الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.
د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.
ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.
د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.
د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو

. خداى (ج) دې وبخښي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

47 خپاره شوي شعرونه

أ زادیبشپړ شعر ولولئ

أ زادی

ګل پاچا الفت

شهرت د عقل له نامه دافلاطونه نه ځي

د ازادی مينه هېڅکله له پښتونه نه ځي

که هر څه لاړ شي له دې د هر او جهانه ځنې

د بل له جغ لاندې ژوندی  ويښ ملتونه نه ځې

أ زادی معراج ته نه رسېږي هغه کسان

چې د غيرت او ننګ  په لار کې يې سرونه  نه ځې

په توره باندې چې مړ نه شي څوک يې نه پېژني

داسې مزار ته پښسنې ملالی نجونه نه ځې

سرومال ځې د عشق په لار کر خاورې کېږي ږړونه

د ليلی مينه پس له مرګه له مجنونه نه ځې

زه څوک یمبشپړ شعر ولولئ

زه څوک یم

ګل پاچا الفت

زه بل څوک نه یمه اولاد دغریبانویمه

سکنې ورور دعاجزانودخوارانویمه

یمه له خاورونه پیدا خورمه له خاورو پیدا

دلاس نیا لګې ددې غریبو دهقانانو یمه

ماته آغا ماته بادار ماته صاحب مه وایه

ډیرویریدلې له نامه دصاحبانو یمه

چې ورته بل نیسې اوبه نور یې بی آبه غواړم

وینو ته تږې زه دداسې بادارانویمه

دبل زحمت کې چه خپل ځانته راحتونه غواړې

دسردښمن ددې بیرحمه ظالمانو یمه

زما په زړه کښې دبل چا محبت مه لټوې

زه دخوارانودډیووله پتنګانویمه

چې شبه او ورځ په خوار غریب خپل خدمتونه کوې

ددوې خادم نه یم خادم دخا دما نو یمه

سړیتوببشپړ شعر ولولئ

سړیتوب

ګل پاچا الفت

د تــــوتـــیــــانـــــو لـــــــــه ویـــــــــنـــــــــا دا مـــعــــلـــــو مـــیـــــږي

چــــــي خـــــبـــــــرو بــــــانـــــــدي څــــــــــوک نــــــه ســـــــړي کـــــــیــــــــږي

ســـــــــړي نـــــه دي چــــــي یــــــــې کــــار د ســــــړې نــــــه وې

پـــــــــــه خـــــــبــــــــــرو کـــــــــــه هــــــر څـــــومــــره ښـــــه پـــــوهــــیـــــــــږې

په کار نه دهبشپړ شعر ولولئ

په کار نه ده

ګل پاچا الفت

په مذهب اودين خندا څه په کارنه ده

پيروي د هر هرچا څه په کار نه ده                                                  

که مانع د جدو جهد او د کاروي

شيخ صاحبه دا قبا څه په کارنه ده                                                  

نن د توري حکومت دي په جهان کي

اوس اوږده او شنه امسا څه په کارنه ده                                                

د خپل زړه کورته د علم ر ڼا راوړه

داد غره په سر رڼا څه په کار نه ده                                                

چي تيره توره سره زرکړي بي برشه

دا هنر دغه کيميا څه په کارنه ده                                        

په دنياکي که فايده ترينه وا نخلي

أ خرت کي خو دنيا څه  په کارونه ده                                     

چي تميز د نر او ښځي پکي نه وي

په هغه ژبه وينا څه په کار نه ده                                    

ځان ستايل به دي منصور غوندي په دارکا

پخپل ځان خپله ثنا څه په کار نه ده                                 

د غروپسرليبشپړ شعر ولولئ

د غروپسرلي

ګل پاچا الفت

له ګلو ډک دي غرونه رغونه                   زرکو سره کړي پښي لاسونه

د سپينو زرو تختي ښکاريږي               سړي چي ګوري نن أبشارونه

بهارګل راو وړغرواورغوته                     د شپنو پام شو خپلو ناروته

زرکه ځان ولي بياله ګړنګه                          مستي ختلي د غرو سروته

صحرا په ګلو څه ښه ښکاريږي           ګلان په ښکلو ښه ښکاره کيږي

غرونه رغونه له ګلو ډک دي

بلبل په باغ کي هسي ګر ځيږي

د وطن محبتبشپړ شعر ولولئ

د وطن محبت

ګل پاچا الفت

د وطن په محبت باندې قسم خورم

چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږي ، غواړي کولي دي وي د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم

د جنت  باغ کښې مېوې رقم رقم خورم

دوطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو

په غيرت ګټلی شي  به ولې کم خورم

د وطن داعتلا  تږی  يم ځکه

لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم

زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه

هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

ستا د پارهبشپړ شعر ولولئ

ستا د پاره

ګل پاچا الفت

ای زما د زړګي سرد سترګو توره

د بهار وږمه تا وېږي ستا له کوره                             

                       داجهان بهار ښايسته کړستا دپاره

ته له خپل قدره خبرنه يې هر ګوره                              

        که اسمان اوکه دامځکه که هوا ده

که د لمراو دسپوږمۍ سپينه رڼاده                             

دغه واړه خدای پيداکړه ستا د پاره

        دنيا ټوله ستا ددوه سترګو بهاده                               

ګلو ځان ښايسته کړی نن زمان دی

ستا دپاره  پيدا شوی داجهان دی                               

هرشی غواړي چې مقبول شي ستا حصورکې

د ﻻله په زړه کې هم دغه ارمان دی            

لوبې کولبشپړ شعر ولولئ

لوبې کول

ګل پاچا الفت

په ږيره د بابا اوس ماشومان لوبې کوي

خپه يم په مشرانو چې کشران لوبې کوي

په مدحه په ستايلو په بوټونو پاکولو

داحلق نن سبا په والاشان لوبې کوي

چې هرطرف يې بيا يی په هماغه طرف درومي

په ځينو کار دارانو درباريان لوبې کوي

سپاره يې په اوږوشوه چې په دې فن کې استادؤ

واړه  په لويو باندې دغه شان لوبې کوي

حاکمه خبرنه يې تاته څوک نشي ويلی

په  تاباندې  څو تنه  ملکان  لوبې کوي

چې ساتي بيزوګان او ټوله ورځ شادي بازي کا

ډېر ښه دی  تر هغو چې په انسان لوبې کوي

که هر څه دې زړه غواړی هغه کېږي چې پيسې وي

رشوت په رشوت خوﻻ باندې هرشان لوبې کوي

ما وليد مردارخوردی جګ مقام ته رسېدلی

د ستورنشان يې واخيست په  ډيران لوبې کوي

د سپوقدر زياتېږي په هغه ځاي کې هر ګوره

چې تل يې په چرګانوګيدړان لوبې کوي

دغلو ملګری کېږي هغه وخت کې تمام خلق

دشاه په رعيت چې حاکمان لوبې کوي

هرڅه هلته بل شان وي حقيقت نه معلوميږې

په سترګو او نظر چې مداريان لوبې کوي

جوړېږي نه هيڅکله خو د مرګ تر ورځې پورې

زمونږ په رنځورانو پساريان لوبې کوي

د مچ مېږي کارنه دی چې په سره اورځان ستي کا

په بلو لمبو باندې پتنګان لوبې کوي

د باغ عمربشپړ شعر ولولئ

د باغ عمر

ګل پاچا الفت

يو ورځ په يوه باغ کې ګـــــــــــــرځېـــــــــــــدمــــه

د وږمې په شان  له ګلو تــــــــــاوېــــــــــــــدمــــه

وخت د بو ټو اېښود لــــــــــــــــو د بــــــــاغوان ؤ

ښه موسم د جدو  جهــــــــــــد دانــــــــــــسان ؤ

دغه باغ ؤ ډېر پخـــــــــــــوا دلـــــته جوړ شوی

خو هما غسې ؤ ځــــــــوان نه وزوړ شـــــــوی

بعضې بوټی به که وچ او يـــــــــــا فــــنا شوه

کال په کال به په کې نور نيالګی پيدا شوۀ 

چمــــــــــنونـــــــــه او خيابان به يې  بدل شو

هره روځ به پکـــــــــــي جوړ نوی محفل شو

يو ونه  به  لـــــــــه بېــــــــــــــخه  و وتـــــــــــله

 بله ونه به يې ځای کې درېــــــــــــــــــــــــدلــه

مګر نوم د باغ هر وخت پـــه يوه حـــــــــــال ؤ

داتغيير  د ونو بوټو پــــــــــــه هر کـــــــــال ؤ

په زړه کېبشپړ شعر ولولئ

په زړه کې

ګل پاچا الفت

په زړه کې عشق د ښکلي يار ښه دی
په سر کې فکر د دلدار ښه دی
چې مرور آشنا پخلا کاندي
يوې جرګې نه يو رېبار ښه دی
ټولو سازونو سرودونو څخه
د مهرويانو شرنګهار ښه دی
چې ښکلي ناست وي او نازونه کوي
د مکېزونو تود بازار ښه دی
د آشنا مينه کې چې هر څه هېر شي
هسې جنون هسې خومار ښه دی
په دروېزه که ديده مومي د يار
عاشق ملنګ او خوارو زار ښه دی
چې په حجرو کې يې د عشق سندرې
هره شپه اورم ننګرهار ښه دی