منصور: د اوچا پروژې دې د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته په کتو پلې شي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ له دفتر (اوچا) غوښتي چې خپلې پروژې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو او سیمهییزو لومړیتوبونو له مخې عملي کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې منصور دا څرګندونې د اوچا له مشرې ایمي مارټین سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي د اوچا د همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د خلکو ستونزې باید د پروژو د ټاکلو پر مهال لومړیتوب ولري.
د منصور په وینا، هغه سیمې باید د پروژو په پلي کولو کې ځانګړې پاملرنه ترلاسه کړي چې اوسېدونکي یې د سړکونو، څښاک اوبو او نورو اساسي اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. نوموړي ویلي، د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیول به مرسته وکړي چې بشري مرستې په اغېزناک ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي.
په همدې لیدنه کې ایمي مارټین د اوچا د پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. هغې ویلي چې دغه دفتر د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همغږۍ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې پلي کوي.
مارټین زیاته کړې چې کلیوالي سیمې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اوچا هڅه کوي د اغېزناکو پروژو له لارې د خلکو د ستونزو په هواري او د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه واخلي. د هغې د څرګندونو له مخې، د لرې پرتو سیمو اړتیاوې د دې پروژو په طرحه او پلي کولو کې په پام کې نیول کېږي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د همغږۍ پر پیاوړتیا، د همکاریو پر پراختیا او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی. په دې لیدنه کې د پروژو د اغېزمنتیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت هم خبرې شوې دي.