د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پخوانی پاکستاني سفیر: له افغانستان سره ستونزې په پوځي اقداماتو نه حل کېږي

افغان اتلان · پښتو
پخوانی پاکستاني سفیر: له افغانستان سره ستونزې په پوځي اقداماتو نه حل کېږي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلام‌اباد نه شي کولای له افغانستان سره خپلې ستونزې د پوځي اقداماتو له لارې هوارې کړي او باید د خبرو اترو او همکارۍ پر لور حرکت وکړي.

نوموړي وړاندیز کړی چې افغانستان او پاکستان د امنیتي ستونزو د څېړلو لپاره داسې ګډ میکانېزم جوړ کړي چې د استخباراتي معلوماتو د کره‌والي او تایید زمینه برابره کړي. د هغه په باور، دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي.

منصور احمد خان ویلي، د یاد میکانېزم له لارې باید په یوه، دوو یا دریو کلونو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ باور بېرته جوړ شي. هغه د امنیتي موضوعاتو د حل لپاره د پوځي فشار پر ځای د دوامدارو اړیکو او ګډ کار پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان دغه پخواني سفیر همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د سمدستي پرانیستلو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، د لارو تړل کېدو د خلکو ستونزې زیاتې کړې او سوداګري یې له خنډ سره مخ کړې ده.

د منصور احمد خان په وینا، د دواړو هېوادونو سوداګري کولای شي په اسانۍ سره درې، پنځو او حتی اوو میلیاردو ډالرو ته ورسېږي، خو اوس شاوخوا نیم میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. هغه ټینګار کړی چې سوداګري باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي، بلکې د ګډو اقتصادي ګټو او متقابلې اړتیا د پیاوړتیا لپاره باید وکارول شي.