په افغانستان کې د چاپېریالي کوچنیو مرستو پروګرام بیا فعال شو

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، نړیوال چاپېریال ساتنې صندوق په هېواد کې د چاپېریال ساتنې د کوچنیو مرستو پروګرام بیا پیل کړی دی. د ادارې په وینا، د دې پروګرام له لارې به د سیمهییزو چاپېریالي طرحو او پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي.
د یادو مرستو موخه د طبیعي سرچینو ساتنه او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مبارزه بلل شوې ده. چارواکي وايي، سیمهییزې پروژې به د ځنګلونو او څړځایونو د خوندي کولو، اوبو او خاورې د مدیریت او نورو اړوندو برخو ملاتړ وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص ویلي، د چاپېریال ساتنې کوچنۍ مرستې د سیمهییزو نوښتونو لپاره مهم پروګرام دی. د هغه په خبره، دغه مرستې کولی شي د طبیعي سرچینو د مدیریت او ساتنې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
خالص ټینګار کړی چې افغانستان د شنوخونو ګازونو په تولید کې کمه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو له ناوړه پایلو سره د مخامخ هېوادونو له ډلې دی. هغه غوښتنه کړې چې د چاپېریال ساتنې نړیوالې مرستې دې له سیاسي ملاحظاتو پرته روانې وساتل شي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازو هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چاپېریال ساتنې د کوچنیو مرستو پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې له ځنډ وروسته بېرته پیل شوی دی. تمه ده چې د دې پروګرام بیا فعالېدل په افغانستان کې د سیمهییزو چاپېریالي نوښتونو او پروژو د ملاتړ لپاره نوې زمینه برابره کړي.