د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د ښځو پر کار محدودیتونه؛ ملګري ملتونه د افغان مېرمنو د ژوند پر اغېزو اندېښمن دي

افغان اتلان · پښتو
د ښځو پر کار محدودیتونه؛ ملګري ملتونه د افغان مېرمنو د ژوند پر اغېزو اندېښمن دي

د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې ویل شوي چې له دې سازمان او نورو غیر دولتي موسسو سره د افغان ښځو پر کار محدودیتونو د هغوی پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. راپور زیاتوي چې په بشري او بنسټیزو خدمتونو کې د ښځو د ګډون خنډونه لا هم په پراخه کچه موجود دي.

دا ارزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له اوومې تر ۲۶مې نېټې پورې له ۹۰ ادارو څخه د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده. په دغو ادارو کې ۷۲ ملي غیر دولتي موسسې شاملې دي چې ۶۲ یې د ښځو له خوا رهبري کېږي، ترڅنګ یې لس نړیوالې غیر دولتي موسسې او د ملګرو ملتونو اته ادارې هم په معلوماتو کې شاملې دي.

د راپور له مخې، که څه هم د نویو رسمي لارښوونو په اړه د ثبت شویو مواردو کچه راټیټه شوې، خو د بشري اړتیاوو د پوره کولو په عملیاتو کې د ښځو پر ونډې محدودیتونه لا هم دوام لري. ملګري ملتونه وايي، دا وضعیت د هغو ادارو پر فعالیتونو هم اغېز کوي چې د خلکو لپاره مهم خدمتونه وړاندې کوي.

په ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو د بودجې کمېدل او د ملاتړ د مرکزونو تړل کېدل ښايي د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیات کړي. نوموړې دا اندېښنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت څرګنده کړې ده.

فرګوسن ویلي، اقتصادي ستونزې، د اقلیم ناڅاپي بدلونونه او پرله‌پسې بشري ناورینونه، له ښځو سره د حقونو او آزادیو په برخه کې د زیاتېدونکو محدودیتونو ترڅنګ، د ښځو او نجونو د زیانمنېدو خطر لوړوي. د هغې په وینا، د مرستو د بودجې کمښت هغه مهم خدمتونه له منځه وړي چې ښځې او نجونې ورته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ د ادارو مالي ملاتړ زیات کړي. د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ادارې هم د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار، خوندیتوب او له تاوتریخوالي پرته د ژوند کولو له حقونو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین د نومبر له ۲۵مې تر ډسمبر ۱۰مې، چې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دوام کوي. په افغانستان کې د سږني کمپاین تمرکز د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ پر ګډ او ټینګ درېدو دی.