ولادي فیستولا؛ په افغانستان کې پټه ناروغي او د درملنې محدود لاسرسی

متخصص ډاکتران وايي، د امیندوارۍ پر مهال کمزورې پاملرنه، د زېږون پر وخت د څارنې نشتوالی او روغتیايي اسانتیاوو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې د ولادي فیستولا له مهمو لاملونو څخه دي. دغه ناروغي ډېری وخت په کلیوالو سیمو کې د ښځو لپاره له جدي روغتیايي ستونزو سره مل وي.
په لندن کې مېشته ولادي نسايي متخصصه ډاکتره شګوفه معارج وايي، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د متخصصو ډاکترانو، نرس قابلو او اړینو مراقبتي خدمتونو کموالی د دې ناروغۍ د پراخېدو اندېښنې زیاتوي. د هغې په وینا، که زېږون له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلی وي، باید ژر تر ژره طبي مرسته وشي او د اړتیا په صورت کې د سیزارین عملیات ترسره شي.
ولادي فیستولا معمولاً هغه مهال رامنځته کېږي چې د زېږون پر وخت اوږدمهاله فشار د مثانې یا کولمو او د ښځې د تناسلي لارې ترمنځ غیرطبیعي سوری جوړ کړي. د ناروغۍ له څرګندو نښو څخه یوه دا ده چې ښځه خپل ادرار یا غایطه نه شي کنټرولولی، چې دا حالت د هغې پر روغتیا، ټولنیز ژوند او رواني وضعیت اغېز کوي.
ډاکتره معارج وايي، ګڼې ښځې فیستولا د شرم وړ موضوع ګڼي او له همدې امله روغتیايي مرکزونو ته نه مراجعه کوي. د هغې په خبره، ځینې ناروغانې له دې ستونزې سره کلونه ژوند تېروي، حال دا چې ناروغي په خپله نه رغېږي او د جراح ډاکتر درملنې ته اړتیا لري.
په کابل کې د رابعه بلخي روغتون او د ملالۍ زېږنتون، او په کندهار کې میرویس سیمهییز روغتون د فیستولا د درملنې ځانګړې څانګې لري. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت مشرې رباب فاطمې په کندهار کې د میرویس روغتون له هغې څانګې لیدنه کړې چې د دغه سازمان په ملاتړ فعالیت کوي. نوموړې له ناروغانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره خبرې کړې او د دغو کارکوونکو رول یې ستایلی دی.
که څه هم په افغانستان کې د ولادي فیستولا د پېښو کره شمېرې نشته، خو د کم عمره نجونو د ودونو کچه، بیړنیو ولادي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د تخصصي درملنې کمښت د دې ناروغۍ د جدي پاتې کېدو له عواملو ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د ولادي فیستولا د پېښو له پلوه په نړۍ کې پنځم ځای لري او اټکل کېږي چې تر ۱۵ زرو ډېرې ښځې ښايي له دې ناروغۍ سره بېدرملنې پاتې وي. دغه صندوق وايي، ناروغي د مخنیوي وړ ده او په ډېرو مواردو کې د جراحي له لارې درملنه کېدای شي؛ خو په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د نجونو او ښځو پر طبي زدهکړو محدودیتونه د ستونزې د حل بهیر له خنډ سره مخ کوي.