افغان الاصله امریکايي وګړی د ویزو په غوښتنلیکونو کې له درغلۍ سره مخامخ تورونو سره نیول شوی

د امریکا فدرالي څېړنیزې ادارې یا اېف بي ای ویلي، افغان الاصله امریکايي وګړی مصطفی امان د ویزو په غوښتنلیکونو کې د درغلۍ په تړاو له تورونو سره مخامخ شوی دی. د ادارې په وینا، نوموړی په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی او وروسته یې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی و.
اېف بي ای د نومبر پر ۱۶مه په اېکس شبکه کې لیکلي چې امان له یوه امریکايي دفاعي قراردادي سره د کار له تجربې او د کډوالۍ له بهیر سره له خپلې بلدتیا څخه په استفادې، د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو لپاره د جعلي اسنادو د برابرولو هڅه کړې ده.
د واشنګټن ایالت د لویدیځې حوزې د متحده ایالاتو څارنوالۍ په اعلامیه کې ویلي چې ۳۹ کلن امان په شپږو مواردو کې تر تورن کېدو وروسته نیول شوی دی. د څارنوال چارلس نیل فلویډ په حواله ویل شوي چې نوموړي ښايي له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې دولتي ادارو ته ناسم معلومات وړاندې کړي وي.
د اېف بي ای د معلوماتو له مخې، امان تورن دی چې جعلي سپارښتنلیکونه یې جوړ کړي او له نورو کسانو سره یې د جعلي کاري پېژندپاڼو او سفارشلیکونو په برابرولو کې مرسته کړې ده. په اعلامیو کې دا ادعاوې د قضیې د تورونو په توګه مطرح شوې دي.
څارنوال فلویډ ویلي چې د کډوالۍ په برخه کې درغلي یوه جدي ستونزه ده او دا قضیه یې یوازې یوه بېلګه بللې ده. د امریکا د چارواکو په وینا، د درغلۍ لپاره د دسیسې جوړولو جرم د نږدې پنځو کلونو بند سزا لرلی شي؛ خو د امان د قضیې وروستۍ پایله په ورکړل شویو معلوماتو کې نه ده روښانه شوې.