د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په نږدې راتلونکي کې د ځینو هېوادونو د رسمیت پېژندنې تمه؛ د غزني په مقر کې ښوونیز مرکز پرانیستل شو

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن وايي، له منځنۍ اسیا، چین او روسیې سره د افغانستان تعامل او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې شوې دي او ځینې هېوادونه ښايي په نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

نوموړي دا څرګندونې په غزني ولایت کې د یوه جومات او ښوونیز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي. هغه د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته وویل چې ځینې هېوادونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه تر پخوا ډېر نږدې شوي دي.

ګل حسن حسن زیاته کړه چې له روسیې پرته نور هېوادونه هم ښايي په لنډ وخت کې دا ګام واخلي. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، چې د ده په باور دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او راکړې ورکړې د پراختیا زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت سفیر وویل، له منځنۍ اسیا، چین او روسیې سره د اقتصادي، روغتیايي او ښوونیزو همکاریو د پراخېدو لېوالتیا موجوده ده. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت له نړۍ او سیمې سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او د شخړو او کړکېچونو د رامنځته کېدو پلوی نه دی.

نوموړي خپلې بهرنۍ اړیکې دفاعي وبللې او ویې ویل چې له هېڅ هېواد سره یې د خرابو اړیکو اراده نه شته. د هغه په وینا، که له کوم لوري سره ظاهري ستونزې موجودې وي، د اسلامي امارت له خوا نه دي رامنځته شوې.

په همدې مراسمو کې د غزني د مقر ولسوالۍ یو جومات او ښوونیز مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د مرکز جوړوونکي محمد داود همت ویلي چې د دغې پروژې د جوړولو لپاره یې له ۱۴ میلیونو افغانیو ډېره شخصي پانګونه کړې ده. د هغه په خبره، په سیمه کې شاوخوا ۱۸ کلي شته، خو د معیاري ښوونځي د ودانۍ له نشتوالي سره مخ دي.

د یاد ښوونیز مرکز له لارې به تر ۵۰۰ پورې نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي. د سیمې اوسېدونکي نورالله تسل د مرکز جوړېدل د ماشومانو د راتلونکي لپاره مهم وبلل او ویې ویل چې زده‌کوونکي کولی شي په راتلونکې کې د ډاکټرانو او نورو مسلکي کسانو په توګه خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

په وروستیو کلونو کې په غزني کې د جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو، روغتیايي مرکزونو، سړکونو او نورو عامه پروژو په جوړولو کې د ځايي خلکو مالي ونډه زیاته شوې ده. شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم په مقر ولسوالۍ کې یوه بل ځوان د خپل شخصي لګښت له لارې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه.