پښتو ادب · شاعران
عبدالهادي- ريشاء
د عبدالهادي- ريشاء پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
پسرلنۍبشپړ شعر ولولئ
پسرلنۍ
عبدالهادي- ريشاء
پســـــــــــرلي ورسره راوړه امېدونه
ځــکه وچ دښتونه سوله سره رنګـــونه
پر سپېره مځکه يې شنه واښه راشنه کړه
په رنګه ټغرانـــو
فرش يې کړه دښتـــونه
هر پلو عطــرين ګلان سول په ايشلـــــــو
د وږم
و پـــــــــــــه پـو کـړه کاندي اتڼــــونه
وچي وني له درانه خوبه
سوې ويښـــــي
په شنو پاڼو کي يې پټ کړله ځانـــــــونه
که لمني
که تپې دي شنې شنې کيږي
شين اسمان په زڼه سترګه کړي سیلونه
شا و
خوا د شګوفو وږم دﺉ پورته
په وږمو يې معطر
کــړه دماغونه
لاندي باندي دوري هيسته لطافت دﺉ
په ليدو، وږمو، ږغو کي دي خوندونه
غرو ، رغو
بيا د باران لمباوي وکړ
کړه پر سر يې زرغونه ګلدار شالونه
دغرو کاڼي و برېځرته
هسي بريښي
لکه ايښي چي وي ناوي سپين خالونه
د ښامار په ډول کوږ ووږ را تاويږ
ي
په پوښکي له مخه بيرته وړي ځـــګونه
له سنګړو ککرۍ وهي پوښــيږ
ي
خروښېدلي راکوزيــږي مست مندونه
په مستۍ مستۍ ګډيږي په سيندونــــــو
د ابحارو څپې ايسي غرونه غـــــرونه
نندارې د
طبيعت هر ځای دي ښکاريږي
هسک کي ستوري ميانځ کي زاڼي دي لالونه
له خوښيو څه هرڅ
ه پر هوس راغــــــــــــله
چي غوټيو وسپڼل چاک ځيـــــــــــــــــــګرونه
يو لاله دﺉ چي په سوي زړه نڅيــــږي
بل (ريشاء) له سوي زړه کاږي بيتــــــونه
۱۰/حوت/۱۳۸۷
دا پسرلنۍ د ښکارندوی د پسرلنۍ تر
تاءثير لاندي وويل سوه.
د اوړو کمبودبشپړ شعر ولولئ
د اوړو کمبود
عبدالهادي- ريشاء
په دا نزدیکیو کي و غوږېدم چي افغانستان ته د اوړو کاختي او بحران رارهي دي او د دې کمبود دپوره کول يا رانیول په بین المللي مارکیټ کي ۸۰ میلیونه ډالره غوړاي . داخبره هم پر زیاته سوې ده چي د دې بحران په عواملو کي يو دا دئ چي د ملل متحد لخوا را استول سوي امدادونه؟ تر موږ پوري مکمل نه را رسېږي ګویا پر لاري یو او بل خپله په وکړي د دې خبري په او رېدو سره زما زړه شوه سو او دغه سي به د نورو زړونه هم لېدلي وي.
زه چي ذهناً ډېر ناآرامه او چرتي سوم، نومي قلم او کاغذ ته مراجعه وکړه او د ځانه سره مي وویل، چي سړیه پټه خوله نیول هم بده خبره ده، باید یوڅه پکښي وویل سي ، ولي دا دئ حکومت لا وارخطا دئ. شاعر خو بل څه نه لري ، نو په دې متعلق مي دغه شعر ولیکی او وړاندي کړی.
که څه هم دایو واقعیت دئ چي وزېر صاحب اظهار کړئ، مګر و داسي حکومتو ته ،چي د کرهڼي وزارت ، د پلان وزارت ، رودونه مځکي، تخمونه متخصصين ، سړي او مناسبه هوا لري ، دا خبره د دغسي کل اختیار د پاره بې خونده ده. نباید خلګ په تشویش کي واچوي ، چي (واوری! بحران رارهي دئ.) او یا خپل مالونه د داړولو له ډاره تر خپلو ګدامو خوندي نسي رارسولئ ، چي دا د کاملي بدامنۍ او ضعف دلالت هم کوي. او يا په يې بل سیاسي ملحوظ ګونۍ لغړولي وي . یا به پر خپل کښت، عمل او پلان باور نه لري .
په هر صورت د غلو دانو ګداموته وږو سترګي خلاصي نيولي دي بايد همېشه بز ( ډک) ولاړ وي.
درړوند ږغ وسو پر غټــــــــانو او وړو
بحــــــــــــــــــرانونه را روان دي داوړو
د دوستانو امدادونه کنډو کيـــږي
ســـــــــم دم کله را تیریږي لـــــــه داړو
سپېرونی په کندري کي دخوار نسته
مجموعي قیمت يې غوړي په کروړو
هر ژوندي لره خواړه د ژوند بقا ده
زندګــــــــــــــــــــي ده په اوبو او په خوړو
ومړتیا لــــــــــــــــره کرهڼه امنیت دي
نړیوال کلـــــــه مـــړیږي په جـــــــــګړو
زراعت او مالـــــداري لره اړتیا ســـته
پـــردې لاه ګرم ځــــــــی سړو ســــــړو
د پرديــــو امدادو ته اميد مکـــــــړی
خوشي وخت ضایع کوي په پرپـــــــــړو
عهد وعده به دکېلې درسره وکـــــــړي
ښايې وروسته سي تبديل په کريــــــړو
څو د خپل باغ په انګورو ماړه نـــــــسی
نه مړيږي په معهودو شیـــــــرپـــــېړو
که کښتونه مالدري قوي شپــــــــــانه وو
نو مړتیا سته په شیدو کروتــــــــو غوړو
اوپر هرځای چي لېوان وي امــــان نه وي
هلته نر و ښځي وي په غــــــــر غــــــــــړو
چي توپونه په یو ځای کي زړونه تش کړي
هیڅ اميد هلته ونه کړې د مــــــــــــــــړو
ریشاء وايي په تو پو څوک نه مړيږي
یوم تېره کړي مخ ارې کړی د چـــــــــړو
۳جنوري۲۰۰۸ -کراچي
د امن نړۍبشپړ شعر ولولئ
د امن نړۍ
عبدالهادي- ريشاء
مــــــــــــوږ د امن نړۍ غـــــــــــواړو
چي نه ويني وي
نه جنـــګ وي
ټغــــر ټول د بدبينــــــــــــــــــۍ وي
پر جنګمار دي ميـــدان تنګ وي
په
جنګو کـــــــــــــــــي وي ژړاوي
جنــــــــــازې وي او پاتـــــــــــــاوي
لوی و کم هلته
ايمــــــــــــــــــن وي
چي نه ساندي نه ونګ ونګ وي
مــــــــکتبونه معلمـــــــــــــــان
وي
استـــــــــــادان او مـحصلان وي
که پر لور د علم تلنــــــــــــګ وي
لوړ مقام ته به
ختــــــــــنګ وي
مړتيــــــا غواړم له خپـــــــــل کاره
يو خرڅ نه غواړم بــــــــــــې کاره
ټراکټور دي پټ په مـــــــــــټ وي
ټانګ دي پروت وهلئ زنګ وي
ټولــــي خولــــې دي دخنــــدا وي
د ترينــــــګلو مخ دي پـــــــــــرته
عبوسينــــــــــــــــي چهرې نه کړم
دهر چا
مخ دي ګــــــل رنګ وي
چي يو زړه وي يوه خـــــوله وي
د راستۍ پر لوري تلـــــــــــه وي
تر م
قصد به رسېـــــــــدنګ وي
حتماً امـــــــــــــــن به راتلنګ وي
نړيـــــــــــــــــوال دي
زنده باد وي
هــــــــــم دي ښاد هم دي آباد وي
رسېـــــــــــــــــــدلی به مــراد وي
که
يې عزم لکه سنــــــــــــګ وي
که مطلب نړۍ ته امــــــــــــن وي
همکاري او يــــــــــــــــــــارانه وي
ريشاء وايي چي يـــــــــــــــــارانو
نړيوال دي څنګ پرڅنګ وي
کراچي
هولناک تصوربشپړ شعر ولولئ
هولناک تصور
عبدالهادي- ريشاء
نــن هوا راته ښـــــــکاريـــږي بحـرانـــــي
د کښې تور تلتکان راغــــــلل فــوقاني
آفتــــي بادونــــه هښمــــي ورســـــــره دئ
د چــــلاخو واري اوري آسمــــــــــــــــاني
پــــر هغــو منطقــو تــکه توره شپه سي
چــي پر سر يې وي اوريځي ظلمانـــــي
په تورتم کي ډارېدنه او وحشــت وي
انــــــګولاوي هم سي پورته حيوانـــــــي
په تيارو کي لاري ورکي سي د خلـګو
لارښوونـــــــکي سي ږغونه شيـــــــطانــي
کــه پر دې ميدان ځايې پېڅولان سول
ټـــــوله سيمه بــــه کړي يو مخ توپــانـي
که وحشي پېڅولان تيت او پرک سول
بيـــــا د قهره به ابحار کړي طغيــــــــاني
د ظلــــمت له تريړو موږ ته نجات راکړه
تـــــــــه ناجي يې چي بل نه لرې ثانـــــــي
زه ريشاء په ډېر ترسناک فکر کي ډوب يم
اې رحمـــــــــــــــــانه! غواړم ستا مهــــــرباني
کراچي
سنبله-۱۳۸۶ل
تصوري توهمبشپړ شعر ولولئ
تصوري توهم
عبدالهادي- ريشاء
نن هــوا راته ښـــــــــکاريږي
بحــــراني
د کښې توري تريړۍ راغلې بـــــــاراني
تحريکي باد دئ تورتم ټېلې ټمبې دي
هـــــم غوری
دئ هـــــم غمچني فوقــاني
توره دربه ده، وهمونه دي وحشت دئ
ســــوي کرږي، ځغاستي، لو پريشاني
پـــر
هغو منطقو تکه توره شپه ســــي
چي پــر سر يې وي اوريــــځي ظلماني
په تيــاره کـي لاره ورکــه
سي دخلګــــو
تــــوره دربــه کــــــي وي ډاراو حيـراني
که پــر دې ميدان ځايي تــوره اوريځ وه
ټـــوله سيــمه به کـــړي يــو مخ طوفاني
او که دا پېــڅولان ســـــره خپاره سول
بيا لـــــه قهره به ابحار کــړي طغيــــــاني
طغيـــانونه به د خولې ځګـــان راباسي
يــو مـــخيځــه بــه کُره کــــــړي زنـــداني
لوی قصرونه، قدرتونه، به غرقاب سي
اټمـــــــان به ســـــــــــــي پـــــــخپله قرباني
نـــــــا آرامه چي ماهيان وه له انســـــانه
نــــــا امنـــــي بــــه
يـــې ســــي امــن اماني
اسلـــحو کـــي به تيـــريږي دابه وايـــــــــي
آيـــــــا دغــــــه وي عقـــــــلونه انســــانــــي
پر بـې لارو، لارو لار دچـــــــــا ورکېـــږي
بېــــــــلاري کــــــــــي سراسر سرګـــــرداني
و پېشرفت ته دريشاء به څه اميد وي؟
چـي جابــــــــــره پـــر نړۍ
سي پسمـــــاني
١٣٨٦
دبل استقلالبشپړ شعر ولولئ
دبل استقلال
عبدالهادي- ريشاء
دبل استقلال
ښــــــــــــار دبل کوڅه دبل بازار دبــــــــل
لار دبــــــــــــــل سړک درو دېول دبـــــــــل
کور دبل دئ فرش دبل يــخچال دبــــــل
اور دبل دئ دېګ د بـل دئ دال دبـــــل
دا طعـــامــخانه ده خادمــــــــــان پکښــې
لانـــد ي جوړه سوې ده تر جال دبـــــــــــل
ټول مصـــارفــات د دوی له جـــــــېبه ځــي
نوم دبل نـښـــــــان دبل جمـــــــــــال دبـــل
ډک جېبــونه تش کـــيسه برانو کـــــــــــړه
بانک پـدې روپو سو مـــــــالامال دبـــل
هر څــه اختيارات دبـــل اختيار کــي دي
الــــــــوزي آزاد خو پــــر و بـــــــال دبــــــل
پټ نيتــونه لڅ يې په عمل کي ســـــي
لاندي تر تور سپين ښکاري اعمال دبـــل
تـــــور د غـــلامۍ کي يې ګير کــړي يــــــو
امـــــــــــــــــر او فرمــان جـاه و جــلال دبــــل
عـــــــــــدل کــــه حاکـم پر انسانانـــو ســـو
هغه وخت به يو انسان سي سيال دبل
هـغه وخت پرېږده ريشاء اوس څه وايې
وايمــــــه اوس هم ستا استــــقلال دبل
کراچي
فوجونه میدانونه پروازونه بېګانــــــه ديبشپړ شعر ولولئ
فوجونه میدانونه پروازونه بېګانــــــه دي
عبدالهادي- ريشاء
څلورېزه
سپینه پاکه مامدي به سره وایـــــــــــــو
که پر سټېج یو مخامخ او که تر شا یو
همېشه باید د زړه خبر پر خولـــــــه وي
که دخلګو خدمتګاره په ریشتیـــــــا یو
بېګانه ګان
رنګونه بېکانه دي نیرنګونه بېګانــــــــــــــــــــه دي
چي نه سره پوهیږو خو فکرونه بېګانـــــــــــــــــه دي
سړي مو خپل سړي دي خو مغزونه یې پردي دي
چي هر ځای وي جنګونه پلانونه بېګانــــــــــــه دی
څوک تللي بل وطن ته څوک راغلي بل وطـــــــن ته
وهر چا ته دبل چا وطنونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــه دي
روان یم د بازار په ګڼه ګوڼه کي تېرېـــــــــــــــــــــــږم
ترافیک خپل وطندار دئ خو لاسونه بېګانه دي
رڼا نسته تیاره ده دتیارې سړی مــــــــــــــعلوم دئ
دشپې چوربتۍ وال دئ سهار پلونه بېـــګانه دي
دخلګو امنیت لره ملي اوردو جــــــــــــــــــــوړېږي
فوجونه میدانونه پروازونه بېګانـــــــــــــــــــــه دي
بازۍ یې د شطرنج پر دې بساط سره اوډلــــــــــې
چالونه بېګانه حرکتونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــــه دي
مجلس ته چي ورځم توري پر دې باندې ځړیــږي
خبري نه بیلیږي آوازونه بېګانــــــــــــــــــــــــــــــــــه دي
اکثرو میخانو کي مي نوشان شناخته خیلان وي
ساقيا نې بېګانه دي ګیلاسونه بېـــــــــــــګانه دي
داټول بېګانه توب د دېواله وشاته کیــــــــــــــــــږي
مخ تګ ته لاره نسته دېووالونه بېګانــــــــــــــه دي
په دونه کمواکي کي ریشاء څرنګه خپل ســر سي
چي واک د چا د بل سي ټول کارونه بېګانـــــه دي
کراچي
يوه پښتنه مور ماشوم څنګه بيدوي !بشپړ شعر ولولئ
يوه پښتنه مور ماشوم څنګه بيدوي !
عبدالهادي- ريشاء
للــــو،للــــو
الا هو للو، للو خوب دي درسي د لېموللو،للو اټا هی،اټاهی للو للو
د ستر ګو تور دزړګي سره للو، د توري شپې ژړيه لمره للو، پر د ښمنانو سې لاس بره للو
الا هو للو، للو
اوس دي خوبونه کوه، پاک خورکونه کوه، پرمور نازونه کوه
ځان مړه وه په شيدو، خوب دي کوه تر سپېدو
الا هو للو، للو
سباقومونه روزې ، کار له غښتلي پالې، دوی به له لوږي ساتې
څښتن دلويوکارو، دنوي ، نوي فکرو
الا هو للو، للو
ته به اقوا م ويښوې، ته به عوام ويښوې، بشر تمام ويښوې
ته دغفلت دخوبو، دجهالت دخوبو
الا هو للو، للو
نړۍ کي سپين دي که تور، هر يو د ځان بوله ورور، نړۍ د ټولو لوی کور
سره يو ځای دقر نو، پرد ښتو، غرو و رغو
الا هوللو، للو
وچه بېدیا اوبه وه، خړي غونډۍ شنې کوه، زوزان دبېخه رېبه
زړونه راباسه دغرو، وتړه بند پر رودو
الا هوللو، للو
پوره که لوړي هیلي، دمرګ وسلې کړه ویلي، وایه دژوند بدلي
ورک کړه خطر د جنګو، خلاص کړه بشر دلمبو
الا هوللو، للو
زما وصیت ومنه، حق-عدالت چلوه، خدمت دخلګوکوه
دغه قیمت دشیدو، ستا څخه غواړي ببو
الا هوللو، للو
دخلګو زړه وساته، زړه یې دزړه وساته، لوی او واړه وساته
عالي انسانه للو، پرخواري ګرانه للو
الا هوللو، للو
آینده ښاد اوسې، ارام- آباد اوسې، لوی سې دمراد اوسې
زما نازولې زړګو! چي هېره نکړې اَدکو
الا هوللو، للو
کراچي
د مارچ اتمه ( د ښځو نړيواله ورځ )بشپړ شعر ولولئ
د مارچ اتمه ( د ښځو نړيواله ورځ )
عبدالهادي- ريشاء
اتمه دمارچ
پر هغو ښــــــــــــــــــځو هزارځله سـلام دئ
چي یې کړی آ زادۍ لره قیـــــــــــــــــــام دئ
سر مو ټیټ دئ ددوی سترو کارنـاموته
ځکه دوی لره حاصل عالي مقــــــــام دئ
آرزو یې حـــــــــــــــــــــــــریت پر اسـارت وه
دا خواهش یې د بشردپاره عـــــــــــام دئ
پر دې لار یې قرباني کړل خپل ســــــرونه
مګر پاته یې د تل دپاره نــــــــــــــــــــام دئ
څو نړۍ وي دغه ورځ به لمانځــل کیږي
پر اتم دمارچ یې جشن تل مــــــــــدام دئ
چـي ښځمنو تــه نن خپل حقوق رسيــږي
خو ددوی قهرماني، د دوی مـــــــرام دئ
دانړۍ ټوله په ښــــــــــــــــــــــځو ده ودانــه
واولاد ته یې خدمت په صبحُ، شــام دئ
مور روزلي کــاشفين- مخترعیـــــن دي
تر ابد پوري دغه کار ناتمـــــــــــــــــام دئ
نویې حق دئ چي و دې ته درناوي کــړو
همېشه دوی ته تعظیم دئ،احتــرام دئ
ښځــي وايي موږ به هلته یو خوشحالــه
چي د جنګ په ټول بشر کي اختمام دئ
موږ دسولي پلوي کړو په نــــــــــړۍ کـي
زموږ دټول جهان د ښځو دا پيـــغام دئ
۳۰/۱۱/۱۳۶۶ل- کابل