پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
هولناک تصور
نــن هوا راته ښـــــــکاريـــږي بحـرانـــــي
د کښې تور تلتکان راغــــــلل فــوقاني
آفتــــي بادونــــه هښمــــي ورســـــــره دئ
د چــــلاخو واري اوري آسمــــــــــــــــاني
پــــر هغــو منطقــو تــکه توره شپه سي
چــي پر سر يې وي اوريځي ظلمانـــــي
په تورتم کي ډارېدنه او وحشــت وي
انــــــګولاوي هم سي پورته حيوانـــــــي
په تيارو کي لاري ورکي سي د خلـګو
لارښوونـــــــکي سي ږغونه شيـــــــطانــي
کــه پر دې ميدان ځايې پېڅولان سول
ټـــــوله سيمه بــــه کړي يو مخ توپــانـي
که وحشي پېڅولان تيت او پرک سول
بيـــــا د قهره به ابحار کړي طغيــــــــاني
د ظلــــمت له تريړو موږ ته نجات راکړه
تـــــــــه ناجي يې چي بل نه لرې ثانـــــــي
زه ريشاء په ډېر ترسناک فکر کي ډوب يم
اې رحمـــــــــــــــــانه! غواړم ستا مهــــــرباني
کراچي
سنبله-۱۳۸۶ل