د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالجميل ممتاز

د عبدالجميل ممتاز پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالجميل ممتاز

راغلی په توبه یمه شراب مه راکوه نور
په خوا کې دې کښېنمه خو ځواب مه راکوه نور
کاروان د بارانونو کې وږمې د سپرلي راوړه
غاټول پکې راګوره ټول ګلاب مه راکوه نور
دورخو مې په
خوله نشوه ،کنه ما ډیر ورته ووېل
آدم ورسره راکه تش رباب مه راکوه نور
نن بیا مې اننګو کې انارین ګلونه
خاندي
د سترګو سرچینو ته مې سېلاب مه راکوه نور
ماشوم ښه وم زانګو کې په للو به ویدیدمه
له مینې نه په
تېښته کې شباب مه راکوه نور
سپېره اسمان مې پریږده چی په ستورو ښایسته وي
رونق به پرې را بله کړي افتاب مه راکوه نور
روغبړ د پېژندنې مې پرون ورسره کړی
نصیبه د رقیب د خولې کباب مه راکوه نور
یوازې د څادر ټوټه مم
تاز ته را په تن کــــــړه !
حریص زړه مې وژلی ټول تناب مه راکوه نور
ــــــــــــــــــــــ

۵ـ ۱۲ ـ ۱۳۸۴

دبسوګۍ وادهبشپړ شعر ولولئ

دبسوګۍ واده

عبدالجميل ممتاز

دامې ديرشم جوړ دكاليو زوړ شو
چى هريو جوړ مې په منت اخيستى
په ډير
زحمت اخيستى
خداى خبر ولې دا واده وځنډيږي
چى مې جامې هسې عبث زړيږي
زه چى په ښه او بد پوه شوى يمه
زړه مې
نينې نينې دى
څوك راته ژمنه دبيګا را كوي
څوك دسبا راكوي
لكه ماشوم په چغو پغو سريم
كله انګړ كله كوڅې
ته وتى
كله ګريوان څيرلى
نور مې په سترګو كې راپاتې نه ده
دژړا نيمه اوښكه
بس دخندا خزانې ټولې زما

پرتې دي ډكې پكې
خولاتر اوسه مې ليدي نه دي
چى مې زړګى ډاډه شي
لا ناست په طمعه يمه
دتخت رضا لټوم

يوه مسكا لټوم
كله دوخت څپيړې
كله دبخت څپيړې
زما په مخ رانښلي
زما ژوندون بدلوي
ما له خپل ځانه
وركوي په بله
دانا چاري دامې نصيب دى خلكو
چى نه مې زړه صبريږي
نه بسوګۍ وديږي

زما کیسهبشپړ شعر ولولئ

زما کیسه

عبدالجميل ممتاز

ته نه پوهیږې چی دا ولې پر ما
ستا د ځوانۍ سره اننګي حرام دي
ځکه !

ستا د وړو وړو خبرو خولګۍ
راته وړه وړه شي
زما له ګیره د زړه تم وتښتي
ټول سلطنت مې شي د پاڼې عمر
شم د
ګدا په بند کې تش اواز
کچکول مې پاتې په روژو عادت شي
زه بس یوازې ژړېدلی شمه
خندا زما له غمه وروسته راشي
نه لیونی شم نه هوښیار د کلي
نه سپېلنی شم نه انګار د ژوندون
لکه په ورک راز پسې ستړی ستومان
ګرځم خوښي
ګورم کوڅه په کوڅه
څوک راته نه وایي چی راشه ګله
ځواني مې داده او خندا دلته ده
ته چی حسرت د سر په بیه اخلې

زه به در ځار دا ستا تر سر شم خانه

کابل د نوي ښار پارک

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالجميل ممتاز

شونډې رانه غواړي زه په برخه ورته خوله لـیکم
زړه یې راته ایښی دی د زړه
په سر یې زړه لیکم

پاڼه پاڼه وغوړیدم جوړ کړلو بورا اختر
غیږه کې مې رغړي ورته غړپ د بارانه لیکم

ټولې رنګینې مې په تصویر کې ورته کېښودې
نن ورته د مینې په هنداره سره او شنه لیکم

مـه وایه چی ستا د ژبې تـوري لکه کاڼي دي
ستا د وړې خولې پر نیمه پاڼه یې پاسته لیکم

موړ یې
په لیدن نه شوم ولاړ ېې دروازه کې یم
دا ځل سترغلیو کې مې ښه په ځیر کاته لیکم

بار د مېږي نه دی نرۍ م
لا به یې ورمـــاتـه کړي
جوړ مې دی فـــیلانو ته واښه لیکم درانـــه لیکم

دا د درواغجنو ښار کې
سیخه لاره ښه نه ده
پټ رازونه وړمه قدمونه مې کاږه لیکم

خیر که ممتاز تراخه راوړي له اغزیو
نه
ګله ستا په مخ به یې د خال په لاس خواږه لیکم

۳ـ ۱۰ـ ۱۳۸۴
کابل

سوې لټهبشپړ شعر ولولئ

سوې لټه

عبدالجميل ممتاز

رانه ورك په دلبرانو كى دلبردى
په پلټلوئې زما سترګې نينې شوې

تلوسې مې انديښنې شوې
تصور مې دغمونو ټال كې پريووت
راته وايه اى زړګيه !
تانو چاته وركړم ؟
پاڼه پاڼه
برګ وزرونه

دغزلو اوسند رو
مې انځور دحقيقت كړ
دلېمو څاڅکي مې توی كړل
دمسكا شونډې مى وركړې
ماوېل
ښكلې به شيبه شي
خو افسوس چى سترګې ئې نه وې
نور ئې ټول وجود پوره و
رانه لاړله په بله
راته وايه اى
زړګيه!
تانو چا ته وركړم

یوزما و خړ پړ کلیبشپړ شعر ولولئ

یوزما و خړ پړ کلی

عبدالجميل ممتاز

یوزما و خړ پړ کلی
چی په خړو کې زرغون و
نه پوهیږم چا نظر
کړ
پکې ښکلی مې ژوندون و
هر امید زما ارمان شو
هره هیله مې زه ړه شوه
په لمبو د بدبختیو
کی مې طمعه مړه
ایره شوه
د پیغلوټو په ګودر کې
د لیوانو انډوخر شو
شین چنار په سرو سکروټو
سوی سکور پرهر پرهر شو
دشتو
غرونو کې بیباکه
د شپانه ماما یو کور و
چا دامونه ورته کیښول
په سبا جوړ هلته ګور و
یوه غټه یې رمه وه
د
وریو شور ماشورشو
سرو لیوانو پرې حمله کړه
تور ماتم پرې رانسکور شو
چی بابا یې وېلې
هغه ژبه هم ګونګۍ شوه
اوس که ټول ورته بابا شي
تیره مینه یې زیندۍ شوه
نوې نوې ناوکۍ وه
د خندا ډکه غونچه وه
شو د کونډې نوم
ورپورې
یوه پړ مخې کیسه وه
دګلاب نازکو شونډو
سوې سوې سلګۍ نوش کړې
د بورا د سترګو اوښکې
د اغزیو لمبو
جوش کړې
چا په داش کې سوزولم
چا مې سر کې میخ وهلو
هر شهید شهید بدن می
د نا تارو خوراک شولو
ډیره شنډه
ګذاره وه
په مودو مودو اوږده وه
واکدارانو ته جنت و
خو په ما سخته شیبه وه
د رڼا ستوري فنا ول
د خندا
سپوږمۍ ویده وه
شین اسمان و رانه ورک ورک
تورې وریځې توره شپه وه

ځوانيبشپړ شعر ولولئ

ځواني

عبدالجميل ممتاز

د سحار وږمې خورې خوږې ترخې شوې
دلمر و‌‌رانګې په رخسار کږې وږې شوې

شینکی خال یی په تندي لا ایښی نه و‌
چی پیدا یی د نتکۍ،پیزوان کیسې شوې

ما ته چا ویل
چی ورشه خولګۍ ورکره
یارعادت شو جوړې نورې سلسلې شوې

اوس یی څنګه په وفا او جفا پوه کرم
عمر تیر شو د ځوانۍ تیرې شېبې شوې

ښه به دا وي چی یاري د ښکلو پرېږدم
د رقیب سره روانې خولې په خولې شوې

ما سره خو یی نا حقه دعوې نه کرې
په خام مخ یی د ځوانۍ ښکاره دانې شوې

زه به څنګه ورته وایم
درنه ځار شم
د هغه په تریو تندي ګنځې اوژدې شوې

ما ته مه وایه چی خلاصه غیژه ورشه
پر هغې غیژ کې پردۍ غیژې تودې شوې

څاڅکی څاڅکی چې د اوښکو جور دریا شو
لامبوزنې د ممتاز ګو‌ډې نغمې شوې