افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ځواني
د سحار وږمې خورې خوږې ترخې شوې
دلمر ورانګې په رخسار کږې وږې شوې
شینکی خال یی په تندي لا ایښی نه و
چی پیدا یی د نتکۍ،پیزوان کیسې شوې
ما ته چا ویل
چی ورشه خولګۍ ورکره
یارعادت شو جوړې نورې سلسلې شوې
اوس یی څنګه په وفا او جفا پوه کرم
عمر تیر شو د ځوانۍ تیرې شېبې شوې
ښه به دا وي چی یاري د ښکلو پرېږدم
د رقیب سره روانې خولې په خولې شوې
ما سره خو یی نا حقه دعوې نه کرې
په خام مخ یی د ځوانۍ ښکاره دانې شوې
زه به څنګه ورته وایم
درنه ځار شم
د هغه په تریو تندي ګنځې اوژدې شوې
ما ته مه وایه چی خلاصه غیژه ورشه
پر هغې غیژ کې پردۍ غیژې تودې شوې
څاڅکی څاڅکی چې د اوښکو جور دریا شو
لامبوزنې د ممتاز ګوډې نغمې شوې