افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
شونډې رانه غواړي زه په برخه ورته خوله لـیکم
زړه یې راته ایښی دی د زړه
په سر یې زړه لیکم
پاڼه پاڼه وغوړیدم جوړ کړلو بورا اختر
غیږه کې مې رغړي ورته غړپ د بارانه لیکم
ټولې رنګینې مې په تصویر کې ورته کېښودې
نن ورته د مینې په هنداره سره او شنه لیکم
مـه وایه چی ستا د ژبې تـوري لکه کاڼي دي
ستا د وړې خولې پر نیمه پاڼه یې پاسته لیکم
موړ یې
په لیدن نه شوم ولاړ ېې دروازه کې یم
دا ځل سترغلیو کې مې ښه په ځیر کاته لیکم
بار د مېږي نه دی نرۍ م
لا به یې ورمـــاتـه کړي
جوړ مې دی فـــیلانو ته واښه لیکم درانـــه لیکم
دا د درواغجنو ښار کې
سیخه لاره ښه نه ده
پټ رازونه وړمه قدمونه مې کاږه لیکم
خیر که ممتاز تراخه راوړي له اغزیو
نه
ګله ستا په مخ به یې د خال په لاس خواږه لیکم
۳ـ ۱۰ـ ۱۳۸۴
کابل