پښتو ادب · شاعران
فواد لامع
د فواد لامع پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
د زړګي دوابشپړ شعر ولولئ
د زړګي دوا
فواد لامع
د زړګي دوا
احمد فواد لامع
که خنـــــدا که يې ژړا
که مکــــيز که يې ادا
که خوږې خوږې خــبرې
که دعا که يې ښــــېرا
که غصــه او که يې قهـر
که يې شـور که يې شـڼا
چې پيرزويې وي له زړه نه
که زقـــوم وي که دوا
چې مې سترګې پرې رڼې شي
که يې مخ وي که يې شـا
د هجــران هره لمـحه يې
که سبــا وي که بيــګا
د الــفت په اتــهام يـې
که بخشـش وي که ســزا
دغه واړه مې زړګــي ته
هـم دوا ده هـم شــــفا
خوچې ووايي جانان مـې
په اخلاص او په صــفا:
چې په دې لويه نړۍ کې
يار مې نشـته، بې له تا!
رټل شویبشپړ شعر ولولئ
رټل شوی
فواد لامع
مينې پر تا باندې باور بايللی
تۀ رټل شوی يې د عشق له کوره
تا يې په شونډو کې هوس لټاوۀ
تا يې په غيږه کې اورونه غوښتل
هغې د مينې باران واوروۀ ستا پر دښتې
خو تا هغه سپېڅلي څاڅکي،
د نيشه ناک کوکنارو سرو ګلو ته
د ودې سا بلله
تا خو خپل زړه د ژوند قمار کې وو بايللی پخوا
ستا د زړې ماڼۍ پر پلاز خو وه، د بلې ولکه
ستا خو روان پردی وو
تۀ پوهېدلې چې بې غمه بل څۀ نۀ ورکوې
نن چې ژړا دې ورته واورېدله
غوښن زړګی دې لږ څه ودرزېدۀ؟؟؟
تا ته کۀ وغواړي ښېرې وکړي نو
زه به يې دومره پوه کړم:
چې تا ته ستره سزا دا ده په دې ټوله نړۍ
نۀ تۀ مين شې بيا او نۀ د مينې بڼ ووينې
نۀ دې د يار خيالي خبرې، نۀ ديدن ووينې
د پخوانۍ مينې پر خاورو دې ژوندون شي سبا
نۀ يې کړونګی،
نۀ يې درياب،
نۀ يې چمن ووينې!!
تالاشوې جداييبشپړ شعر ولولئ
تالاشوې جدايي
فواد لامع
زړه راپاڅه چې د عشق ميګساري ده
په دنيا کې يو بل رازي بـې تابي ده
د شـيرين قصرکې بيا نوی اواز دی
په بيستون کې نوې چيغه فرهادي ده
د صنم له سترګو بياناوک وريږي
پرډګـر د مينې بيا صف ارايي ده
بيامې خيال ته دجانان يوسه چې هلته
تالاشـوې د ذهـنونو جـــدايي ده
د بيلتون غمونه پس له دې ته مه کړه
چې د هجـر غم اوس لويه رسوايي ده
د جانان د شونډو رنګ لره په ځان کې
بې له دې رنګه مې سـا کله باقي ده؟
نوم يي ساته پخپل هروار رپـيدو کې
شيرين نوم يې زماوژوندته روښنايي ده
د مخ لمر يې تل په ځان کې لامع ساته!
چې غروب يې ستا دعمر خاموشــي ده
نوی ښار_کابل
د زړه خواستبشپړ شعر ولولئ
د زړه خواست
فواد لامع
د زړه خواست
لکه پردېس جانان چې وګوري څوک
داسې يې ماخواته راودانګل دې
ځان يې وړو چابک ګامونو باندې
راسره لارې سرکې جوخت جوګه کړ
خو وچې شونډې يې لاهسې،
يوې شکېدلې او سپېرې غوټۍ دګلو په شان
سره ونه خوځېدې!!
..................
نمجنې سترګې يې د تلو په لارې ښخې کړلې
فقط د لاس په خوله يې،
خپل دزړه خواست زما له لاسه وکړ
چې ووړ ورغوی يې څه ډک غوندې شو
بيايې د مينې د وروستۍ شېبې په شاني کرار
زما د لاسونو ګوتې خوشې کړلې
او د زړه خواست يې چې يوه روپۍ وه
په سرو منګولو کې خپل ټينګ ونيوه
نوی ښار_کابل
سپيره شناختهبشپړ شعر ولولئ
سپيره شناخته
فواد لامع
سپيره شناخته
بيا مې ځان وموند لالهاند دبرخليک په کوڅې
بيا د تاريخ پرڅلور لاري باندې ودرېدم
بيامې دشک څپو دفکر د درياب پرمخې
خپل وزرونه د طوفان په بڼه وغوړول
.............
د پرون اوښکې مې تراوسه پورې سترګې څاري
زه د هغو ترشا راتلونکی مې خړپړ وينمه
دتېرو تورو شپو کيسې مې لاتر اوسه پورې
د غوږ په تشو ګړنګو کې سوې کړيکې وهي
چې يې پګړۍ دابا ښکته کړه پردو مخې ته
چې يې ځوانانو نه زما د وطن بڼ خالي کړ
چې يې کوڅۍ زما د پېغلو پېغلو نجونو ځيني
د بېشرمۍ په چړو پرېکې کړلې
چې يې د دين او د افغان په نامه لوبې وکړې
چې يې وطن راته ددې زمان دوزخ جوړ کړلو،
هغوی مې ټوله خپل وو!!
.................
اوس که د وينو او جګړو ښامار مې کور ته راځي
چې يې د وينو او ورانيو ننواتي کې يې
خپل دايمان او عقيدې پسه حلال کړي راته
زه چې يې غاړې ته نظر کړم نو پوهېږمه چې،
هاغه د عذر پړی
ددې په خوښې يې په غاړه ځوړند شوی نه دی
نويې دمکر او تذوير څخه دا ډکه پلمه
په زړه او خوله باندې منلی نشم
زه دهيواد پرونۍ سرې ورځې مې
په دغو سپينو ، کم شېبو تالندو،
رڼې ليدلی نشم
................
زه دبابا پرسپېرې شناختې مې ګردونه وينم
چې دپردو له قهرجنو ګامو
پرې پرېوتلي او پرېوځي پسې
که يې رڼه کړم نو پړونی د ابۍ به مې بيا
هغه د وينو او جګړو ښامار په سرو ګوتو کې
ټوټې ټوټې په خاورو ولړل شي
.................
بيا مې ځان وموند لالهاند دبرخليک په کوڅې
بيا دتاريخ پرڅلور لاري باندې ودرېدم
بيامې د شک څپې د فکر د درياب پر مخې
خپل وزرونه دطوفان په بڼه وغوړول
احمدشاه بابا مېنه_کابل
16/وږی/1383