افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
رټل شوی
مينې پر تا باندې باور بايللی
تۀ رټل شوی يې د عشق له کوره
تا يې په شونډو کې هوس لټاوۀ
تا يې په غيږه کې اورونه غوښتل
هغې د مينې باران واوروۀ ستا پر دښتې
خو تا هغه سپېڅلي څاڅکي،
د نيشه ناک کوکنارو سرو ګلو ته
د ودې سا بلله
تا خو خپل زړه د ژوند قمار کې وو بايللی پخوا
ستا د زړې ماڼۍ پر پلاز خو وه، د بلې ولکه
ستا خو روان پردی وو
تۀ پوهېدلې چې بې غمه بل څۀ نۀ ورکوې
نن چې ژړا دې ورته واورېدله
غوښن زړګی دې لږ څه ودرزېدۀ؟؟؟
تا ته کۀ وغواړي ښېرې وکړي نو
زه به يې دومره پوه کړم:
چې تا ته ستره سزا دا ده په دې ټوله نړۍ
نۀ تۀ مين شې بيا او نۀ د مينې بڼ ووينې
نۀ دې د يار خيالي خبرې، نۀ ديدن ووينې
د پخوانۍ مينې پر خاورو دې ژوندون شي سبا
نۀ يې کړونګی،
نۀ يې درياب،
نۀ يې چمن ووينې!!