د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غلام محمد کامه وال

د غلام محمد کامه وال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام محمد کامه وال

 

خدایه راکړي ماته سپین سپیڅلې زړه
د عزت او د نیکۍ منلې زړه

خوښیږي مي د ونیا کي د هرڅه نه
په غیرت او په پښتو تړلې زړه

قسم دي چي زما په واک کي نه دې
دکوم چا پسي مي بوټ ختلې زړه

دا کوډي په ما څوک کړي نه پوهیږم
مودي وشوي له ګوګل وتلې زړه

څله ګرم شي رقیبان زما په حال
راته ښکلو په نظر زیرلي زړه

کامه واله د وطن غمونه یو
بل مي دي مساپرۍ خوړلې زړه

لندن ۹/۱/۲۰۰۷

زما د فکر شاتهبشپړ شعر ولولئ

زما د فکر شاته

غلام محمد کامه وال

کله جوړ کله ورانيږي زما د فکر شاته
بس يو سيوری دی خوځيږي زما د فکر شاته

يوه هيله راټوکيږي زما د فکر شاته
يوه طمعه ده بلاربيږي زما د فکر شاته

نازونه اداګانې کله يوخوا کله بلخوا
نڅاګرکه ده نڅيږي زما دفکر شاته

د رڼا لښکری يوسي د تيارو پر کور حوجوم
يو څو ستوري دي ځليږي زما دفکر شاته

ښکاريږي چی له ځانه تکبر اخستی اور دی
پاخه غرونه دي نړيږي زما دفکر شاته

يا غوث دی يا ولي د زمانې دی (کامه واله)
چی له غيبونه غږيږي زما د فکر شاته

—————————————————————————————————–

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام محمد کامه وال

ساقي له جام پسي بل جام اخلمه
له ستړي ژونده انتقام اخلمه

زه به نو ولي غزل نه ليکمه
چی ستا له سترګونه الهام اخلمه

دسپينې خولی زکات که راکړي اشنا
په دوه لاسي به دي سلام اخلمه

دهغې دوه سترګو ديدن له پاره
دچم خبری شامدام اخلمه

رقيبه ! زه دکامه وال په خاطر
هر يو ا لزام په احترام اخلمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام محمد کامه وال

دا خو ښه ده چې ورک نه شو
زړه می تاسره مونده شو

ماچی جوخت کړلو سينې ته
هغه لاړ اوبه اوبه شو

راته دومره سکنی شو
چی دسترګو می رانجه شو

اخر څه درباندي شوي
لاړو بيا دچا په خوله شو

چی غوری به يي کولی
چيرته ورک دی هغه څه شو

چی فايده ورسيدله
زه يي تره دی می وراره شو

خوشحالي می در کړه تاته
غم زما پر زړه ميشته شو

ستا د بدو سترګو نيت وو
کامه وال فقير چي شته شو

روژه ماتیبشپړ شعر ولولئ

روژه ماتی

غلام محمد کامه وال

ښه دي ښه دي واړه ښه دي
ستا په لاسو کې چې څه دي

روژه ماتي سره خوند کا
پاخه کړي مو سابه دي

موږ له دويي سره سم نه يو
موږه پلي دويي سپاره دي

سم به نه شي سم به نه شي
پښتانه واړه کاږه دي

ويښ به نه شي ويښ به نه شي
درانه خوب باندی ويده دي

ناری مه وهه زړګيه
دا له يو سره کاڼه دي

دا انګور چی بره ښکاري
لاس می نه رسي تروه دي

خاطر دي پري دروند مه شه
د څو ورځو ميلمانه دي

راځه غېږه کی می تود شه
کامه وال ياره ساړه دي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام محمد کامه وال

لکه سيوری بدرګه راپسې ګرځي

د غزل يوه سو ژه راپسې ګرځي
زه تورن پر محبت يمه دښکلو

پښتنو کړی جرګه راپسې ګرځي
ا نعامونه يي په سر زما تړلي

له پرون ټوله کامه راپسې ګرځي
نه پوهيږم څه به وايي څه به کاندي

يوه ښکلې دور دانه را پسې ګرځي
لټوي به مې غزل په کتابو کې

بيا به تېره زمانه راپسې ګرځي
زه ((سړې)) په تېر وتنه کې ورپېښ شوم

اوس دا ټوله مېکده را پسې ګرځي