افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
زما د فکر شاته
کله جوړ کله ورانيږي زما د فکر شاته
بس يو سيوری دی خوځيږي زما د فکر شاته
يوه هيله راټوکيږي زما د فکر شاته
يوه طمعه ده بلاربيږي زما د فکر شاته
نازونه اداګانې کله يوخوا کله بلخوا
نڅاګرکه ده نڅيږي زما دفکر شاته
د رڼا لښکری يوسي د تيارو پر کور حوجوم
يو څو ستوري دي ځليږي زما دفکر شاته
ښکاريږي چی له ځانه تکبر اخستی اور دی
پاخه غرونه دي نړيږي زما دفکر شاته
يا غوث دی يا ولي د زمانې دی (کامه واله)
چی له غيبونه غږيږي زما د فکر شاته
—————————————————————————————————–