په کابل کې د ژمي له رانږدې کېدو سره د لرګیو او سکرو بیې لوړې شوې

په کابل کې د ژمي له رانږدې کېدو سره د سون لرګیو او ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي؛ د ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د بېکارۍ او کم عاید له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره د اړتیا وړ توکي نه شي اخیستلای.
د کابل د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکي عبدالوکیل وویل، د تېر کال په پرتله د خلکو اقتصادي توان کم شوی او هغه کورنۍ چې تېر کال یې د ژمي لپاره یو خروار لرګي اخیستل، سږ کال ښايي د لسو یا شلو منو د پېرلو وس هم ونه لري. د هغه په وینا، د کاروبار کمښت او د پیسو نشتوالی د کورنیو ستونزې زیاتې کړې دي.
بل کابل مېشتی، انعامالله، وايي چې د سون لرګي نه یوازې ګران شوي، بلکې د ارچې او بلوط لرګي هم په بازار کې په اسانه نه موندل کېږي. نوموړي وویل، د بیو له لیدلو وروسته یې د لرګیو د اخیستو توان نه درلود.
د لرګیو او سکرو پلورونکي هم د بیو لوړوالی تاییدوي. د یوه پلورونکي فضل وهاب په خبره، د بلوط د لرګیو بیه چې تېر کال شاوخوا اووه یا اته زره افغانۍ وه، سږ کال ۱۲ زرو افغانیو ته رسېدلې ده. د هغه په وینا، د ډبرو سکرو د یوه ټن بیه هم له شپږو یا شپږ نیم زرو څخه ۱۱ نیم زرو افغانیو ته لوړه شوې ده.
د پلورونکو د معلوماتو له مخې، یو خروار شاوخوا ۵۶۰ کیلوګرامه وزن لري، په داسې حال کې چې یو ټن سکاره زر کیلوګرامه کېږي. دوی د ترانسپورټي لګښتونو زیاتوالی او د سون توکو لوړې شوې غوښتنې د بیو د لوړوالي مهم عوامل بولي. ځینې پلورونکي اندېښنه لري چې که د بازار د تنظیم او عرضې د زیاتولو لپاره اقدام ونه شي، بیې به په راتلونکو سړو میاشتو کې نورې هم لوړې شي.
د لرګیو پلورونکي عبدالله خان اټکل کوي چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د لرګیو او سکرو بیې ښايي په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې ۱۳ یا ۱۴ زرو افغانیو ته ورسېږي. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزي د بیو د کنټرول په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د امارتي شرکتونو لوی ریاست اعلان کړی چې د ژمي لپاره به ارچه او بلوط لرګي د امارتي ادارو او عامو خلکو په ګډون اړمنو کسانو ته په ټیټه بیه وړاندې کړي. د دغه ریاست د اعلان له مخې، یو خروار به په ۸۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي؛ خو لا نه ده څرګنده چې دا لرګي به کله، په کومو مرکزونو او په څومره اندازه ووېشل شي. هغه کورنۍ چې د سون توکو د پېرلو وس نه لري، اوس د دې اعلان عملي کېدو ته سترګې په لار دي.