د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد داود ( یتیم یار )

د محمد داود ( یتیم یار ) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غز لبشپړ شعر ولولئ

غز ل

محمد داود ( یتیم یار )

پټ په وریځوکې زه ښه یم نه ښکاره لکه افتا ب .
دنیا ده له غمه ډکه
هسې جوړ نشي عذاب .

زه له وصل یې څه ښادمن شوم چې له هجر به یې ارمان کړم
غرور داسې وه نیولې لکه
تبر د قصاب .

سرې شغلې مې له زړګي نه رڼا جوړې کړې اسمان ته
کلی ټول په خوب ویده وو هیچا رانکړ
ځواب .

څه بدرنګه بدروخی ده مینه نشته په هیچا کې !
غربت ډیر مخونه پټ کړل دکم ظرفو په حجاب .

داحساس به خدایګو کله دساحل ترغاړی رسي !
چې دټکوالفبا کې مینه خوښ کړ ي له کتاب .

خپل
خواره واره خیالونه ټولوه نوریې رابس کړه !
ای (یتیمیه ) څه اعتبار دی دژوندون په پیچو تاب .

وطنبشپړ شعر ولولئ

وطن

محمد داود ( یتیم یار )

تا ته پا تې دامیراث له خپل بابا دی
ای ! افغانه ښه وطن په جهان ستا
دی
جګ جګ غرونه منظري لري عجیبی
هریو بوټی یی مرض لره دوا دی
دااوبه یی له زم زم نه کمی ندی
د دنیا په
مشرباتو دابالا دی
د لیلا دشا ل شما ل یی داهوا ده
په دماغ موښه لګیږی بیش بها دی
اوس لازم دی چې په قدر
یی ځان پوه کړو
داوطن مو په والله لکه طلا دی
داکفران دنعمتونو پکار ندی
چاچې کړی بیا نوپاتی بینوا دی

( یتیمیاره ) ته نن ځار له خپل وطن شه !
له وطنه چۍ ځار شوی په خندا دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد داود ( یتیم یار )

ماد غاړې هار کې دی امیل کړه لونګین کې
باغ کې به دی زانګمه ټول عمر
په ما ګرانې

تا که مې عکس کېښود دګلونو په چین چین کې
جوړ به ستا تصویر کړم له سروینو قدردانې

څوبه غلی ناست یمه له خلکو په کمین کې
ور کړه راته خلاصه څو به ګالمه ستومانې

ستا
دنرمو شوڼدو خواږه نشته انګبین کې
ګرانې وخت به تیر شي سخاوت وکه نادانې

ما جها ن کتلو ستا دمخ
په تور و سپین کې
تالیدل له قاره ولې داسې وی ناځوانې !

ستا له کبر ه سوځي ( یتیم یار ) پدې زمین کې

رحم پرې نور وکړه په زړه سختې پهلوانې

دسرو وینو قاتل !بشپړ شعر ولولئ

دسرو وینو قاتل !

محمد داود ( یتیم یار )

هغه چې وژني مې بچي له هوا
له خپلې ګرانې نازولې سره
پخپل م
وبایل کې ښې خوږې خوږې خبرې کوي
په الو وایې ورته ګرانې بچۍ
زه په یو خاص مشن وتلی یمه
پام چې خفه نشی د ډید
پسی دی
بادام پستې به درته ډیرې راوړم
ته په ارام سره خوبونه کوه
تاته به ښکلې دنیاګۍ جوړه کم
دنیا به
ښه یوه خولګۍ جوړه کم
په نازنعمت به لویه ومه زه تا
پا م چې خفه نشی له ما نه اشنا
اوس مې دډزو ګړنګهار ته
ګوره
دمردکیو ډنډوکارته ګوره
په یو ماشی سره ګولۍالوزم
پری ډیر سرونه له ځولۍ الوزم
له همدې دغې یو
خبرې سره
دمردکیو سورباران جوړ شي
زما پښتون بچې دمورپه غیږ کې
دشهادت په وینو سورپروت وي
بل خوایی
پلار په وینوسور پروت وي
ګریوان شلیدلی بی قصور پروت وي
موریی وهلې ده دیوال ته تکیه
دخپل تټرپه لګیدلې
ګولۍ
ددرد له لاسه سوي ساندې کوي
چرګه بچو پسی کوټ کوټ کوي
کله له ویرې ټغ ټغاری کوي
بچي یی خاورې لاندې
مړه پراته وي
غوا ام بچې پسی رمباړې کوي
دبی وسۍ په دغه تور ماتم کې
سترګې مې پورته شې اسمان په طرف
چغه مې
وځي یو دمې له خولې نه
په چغو چغو وایم هغه زات ته
چا چې دنیا دمحبت لپاره
هم جوړه کړی عبادت لپاره

دانساني ژوند کرامت لپاره
وایم ددنګو دنګو غرونولویه خدایه
چاته فریاد چاته غوغا وکمه
چاته به
وایمه اوس زه ترهګران
چې مې دسرو وینو قاتل څوک دی ؟

شهیدداود خانبشپړ شعر ولولئ

شهیدداود خان

محمد داود ( یتیم یار )

شهید سردار محمدداود خان ته دعقیدت نذرانه

ستا له څاڅکي څاڅکي
وینې چیني جوړې شوی خوټیږي !
لار اوباسي ستا سره وینه دریابونه ترې جوړیږي !
جل وهلي ورته راشي خیال دڅکلو
اوبو کاندي !
خوچې رنګ يې شي ترسترګو بیا یو بل سره جنګیږي !
دنګ دنګ غرونه ستا له رزمه سنګرونه دګټاټ شول !

ستا له مرګه ده روانه دجنګ لوبه نه ختمیږي !
داخوستا دزړګي اه وو چې پرې ړنګ لوی استکبار شو !
هم دی اه ده
سره سکروټه غداران پی تبا ه کیږي !

۱۳۶۶/۱۲/۶
پیشاورــــ پاکستان

دوه لارېبشپړ شعر ولولئ

دوه لارې

محمد داود ( یتیم یار )

ازد نظم لیک

څه زما دغه قسمت
څه زما رنګین خیالونه
ترې نه
جوړې شي دوه لارې
یوه لاره وی رنګینه
ښه ښایسته وی مرمرینه
پرې مز ل کړمه له خونده
اخلم خوند له خپله
ژونده
په نظر مې شې قصرونه
ډیر يی جګ وي مینارونه
لیلی ناسته وي محل کې
ګیلې ډیرې سره وکړو
بیا راکوز
يي له محل شم
را روان پرخپل منزل شم
یو ناڅاپه دزړه سره !
یوه بلا راشې په مخه
په مردارو خشن داړو

سنرګو سترګو کې رابرګ شې
زه ویریږمه له ډاره
چې به یاره اوس څه کیږې
رااوچت له خپله ځای شم
په نظر مې
بله لاز شي
دغه لاره دقسمت وي
دغه لیکه مې دبخت وی
داغزو لاره ډکه
دتیارو وی لاره ورکه
دمنز ل پری
هیڅ شان نه وی
دیدنونه ارزان نه وي
جوړ مې مخې ته دیوال وي
نه لیلی وی نه وصال وی
بس یوزه یم تنها ولاړ

دقسمت په دغه غاړه
د ژوندون په بده چاره