د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمد داود ( یتیم یار )

غزل

ماد غاړې هار کې دی امیل کړه لونګین کې
باغ کې به دی زانګمه ټول عمر
په ما ګرانې



تا که مې عکس کېښود دګلونو په چین چین کې
جوړ به ستا تصویر کړم له سروینو قدردانې


څوبه غلی ناست یمه له خلکو په کمین کې
ور کړه راته خلاصه څو به ګالمه ستومانې



ستا
دنرمو شوڼدو خواږه نشته انګبین کې
ګرانې وخت به تیر شي سخاوت وکه نادانې



ما جها ن کتلو ستا دمخ
په تور و سپین کې
تالیدل له قاره ولې داسې وی ناځوانې !



ستا له کبر ه سوځي ( یتیم یار ) پدې زمین کې

رحم پرې نور وکړه په زړه سختې پهلوانې

د شاعر نور شعرونه ←