د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمد داود ( یتیم یار )

غز ل

پټ په وریځوکې زه ښه یم نه ښکاره لکه افتا ب .
دنیا ده له غمه ډکه
هسې جوړ نشي عذاب .



زه له وصل یې څه ښادمن شوم چې له هجر به یې ارمان کړم
غرور داسې وه نیولې لکه
تبر د قصاب .



سرې شغلې مې له زړګي نه رڼا جوړې کړې اسمان ته
کلی ټول په خوب ویده وو هیچا رانکړ
ځواب .



څه بدرنګه بدروخی ده مینه نشته په هیچا کې !
غربت ډیر مخونه پټ کړل دکم ظرفو په حجاب .


داحساس به خدایګو کله دساحل ترغاړی رسي !
چې دټکوالفبا کې مینه خوښ کړ ي له کتاب .



خپل
خواره واره خیالونه ټولوه نوریې رابس کړه !
ای (یتیمیه ) څه اعتبار دی دژوندون په پیچو تاب .

د شاعر نور شعرونه ←