پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دسرو وینو قاتل !
هغه چې وژني مې بچي له هوا
له خپلې ګرانې نازولې سره
پخپل م
وبایل کې ښې خوږې خوږې خبرې کوي
په الو وایې ورته ګرانې بچۍ
زه په یو خاص مشن وتلی یمه
پام چې خفه نشی د ډید
پسی دی
بادام پستې به درته ډیرې راوړم
ته په ارام سره خوبونه کوه
تاته به ښکلې دنیاګۍ جوړه کم
دنیا به
ښه یوه خولګۍ جوړه کم
په نازنعمت به لویه ومه زه تا
پا م چې خفه نشی له ما نه اشنا
اوس مې دډزو ګړنګهار ته
ګوره
دمردکیو ډنډوکارته ګوره
په یو ماشی سره ګولۍالوزم
پری ډیر سرونه له ځولۍ الوزم
له همدې دغې یو
خبرې سره
دمردکیو سورباران جوړ شي
زما پښتون بچې دمورپه غیږ کې
دشهادت په وینو سورپروت وي
بل خوایی
پلار په وینوسور پروت وي
ګریوان شلیدلی بی قصور پروت وي
موریی وهلې ده دیوال ته تکیه
دخپل تټرپه لګیدلې
ګولۍ
ددرد له لاسه سوي ساندې کوي
چرګه بچو پسی کوټ کوټ کوي
کله له ویرې ټغ ټغاری کوي
بچي یی خاورې لاندې
مړه پراته وي
غوا ام بچې پسی رمباړې کوي
دبی وسۍ په دغه تور ماتم کې
سترګې مې پورته شې اسمان په طرف
چغه مې
وځي یو دمې له خولې نه
په چغو چغو وایم هغه زات ته
چا چې دنیا دمحبت لپاره
هم جوړه کړی عبادت لپاره
دانساني ژوند کرامت لپاره
وایم ددنګو دنګو غرونولویه خدایه
چاته فریاد چاته غوغا وکمه
چاته به
وایمه اوس زه ترهګران
چې مې دسرو وینو قاتل څوک دی ؟