د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

روبیو: د افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ په اندېښنو کې د ګټور رول لپاره چمتو یو

افغان اتلان · پښتو
روبیو: د افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ په اندېښنو کې د ګټور رول لپاره چمتو یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، پاکستان اندېښنه لري چې د دغه هېواد پر ضد ځینې ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې تمویل او پلان کېږي. نوموړي ټینګار کړی چې واشنګټن د اسلام‌اباد اندېښنې اورېدلې دي او که اړتیا وي، د وضعیت په اړه د ګټور رول لوبولو لپاره چمتو دی.

روبیو د شنبې په ورځ د امریکا د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان په باور د طالبانو حکومت د هغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي چې اسلام‌اباد یې سرچینه په افغانستان کې بولي. هغه وویل، متحده ایالات نه غواړي پاکستان د ترهګرۍ له امله زیانمن شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د واشنګټن دریځ د بریدونو د سرچینې او د هدف له مخې نه بدلېږي، بلکې امریکا د ترهګرۍ پر ضد ده. هغه همداراز وویل چې متحده ایالات له طالبانو سره «الزاماً نږدې اړیکې» نه لري.

د پاکستان او د طالبانو د حکومت اړیکې په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې دي. پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د اسلام‌اباد مخالفې ډلې په افغانستان کې ځای پر ځای دي او له همدې خاورې په پاکستان کې د بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره کار اخلي.

اسلام‌اباد سږ کال د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي. د طالبانو حکومت بیا پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې له وسله‌والو مخالفو ډلو سره مرسته کوي یا ورته د فعالیت زمینه برابروي.

د طالبانو چارواکو د سپټمبر په وروستیو کې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د نښتو په تړاو ادعا کړې وه چې وسله‌وال مخالفان په پاکستان کې روزل شوي او افغانستان ته اړول شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا ادعاوې بې‌بنسټه بللې او د دغه هېواد د امنیتي او استخباراتي ادارو په ګډون یې د یادو ډلو په روزنه او تجهیز کې لاس لرل رد کړي دي.

په همدې لړ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له هغو راپورونو خبر دی چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جنګېدونکو وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي. د وزارت یوه ویاند ویلي چې واشنګټن وضعیت له نږدې څاري.