د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد تميم “عزيزي”

د محمد تميم "عزيزي" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

9 خپاره شوي شعرونه

د خدای قدرتبشپړ شعر ولولئ

د خدای قدرت

محمد تميم "عزيزي"

يــوه شپه مـي پـه ځـير
وكــتل آســــمـــان
تـــه
توجه مي سوه دخــپــل رب
ولـــوي تـــوان تــــه
چه آسمان يي دي په
سـتـوروښايسته كــړي
پـوره حسن يــي
سـپـوږمــي تــه هــم
وركــــــړي
بيايي ستوري او
ســپــوږمي دي
ځــلـولـــــي
په ډير لوي شان اوشوكت
يـي تـرتيــب كــــړي
ټوله شــپــه پــه
ځلــــيـــدو وي تــــر
ســــــهــاره
زيبــا كـــړې يــې وي
مځــكــه ،اســمـــــان
واړه
بياسهارمي توجــه ســـوه
د لـمـر څـــــرك تـــــه
چه راپورته سـو مشــرق
نــــه و مــــغــــرب
تــــه
توره شپه پـه سپيني
ورځــي ســـول
بــــدلـــــه
تاريكــــــــــــي پــه
روښــــــنايي ســـــوله
بـــــــدله
لمر هم داسي دسپوږمۍ په
شـــــــــان روان ‌وو
ستړی نه وو له دې دومره
اږد
مزلـــــــــــــــــــــــه
ترغروبه پــوري دغـــــه
روښـــــــــنايــــــــــي
وه
وروسته بياسوه سپينه ورځ
په شپـــــي بـــدلـــه
ډير ښایست ددې نظام وو چی
ليدی مــــــي
دا نظام دلوي څښتن وو بې
خـــلــلـــــــــــــــــــه
( عزيزي) په سوچ كي ډوب
سو ودي شان ته
چه كتل يـــي تـــــر
ســـــهـــــاره
واســـــمــــان تـــــه
چه يي وينو دغـه ټـول
دخــداي قــــدرت دي
كه يي لمر دي كه سپوږمي
ډير لوي نعمـت دي

 

پښتوبشپړ شعر ولولئ

پښتو

محمد تميم "عزيزي"

نن ليکمه دپښتو په باب
شعرونه
پکښي نغاړم دپښتو زيات
تعريفونه
په دنيا کي چي څه ژبي دي
خوند نه کړي
ما ته يو پښتو ويل لري
خوندونه
دا پښتو ويل تنها زما نه
خوښيږي
ولي نور بچي يي هم کړي
صفتونه
داپښتو به موږ ته ولي
خوند را نکړي
ځکه هر بچي يي لولي زيات
شعرونه
معلومات که دپښتو ژبي څوک
غواړي
دپښتو په تاريخ ډک دي
کتابونه
پښتانه بچي يو بايد خدمت
وکړو
وپښتو ته چي پيدا کړي
قووتونه
غليمان مو دپښتو ختميده
غواړي
ښاد به نسي په پښتو دغليم
زړونه
دا پښتو به استواره پر
خپل ځای وي
که پر راسي طوفاني وړونکي
بادونه
که تنها پر دنيا يو پښتون
ژوندي وي
بايد وکړي وپښتو ته
خدمتونه
چه ترڅو پر دې جهان
پښتانه ژوند کړي
ړنګ به نکړي دپښتو څوک
ستونونه
((عزيزي)) به دا پښتو
څنګه وستايي
چي راويښ کړي دا په خوب
ويده قومونه

 

قوم پرستيبشپړ شعر ولولئ

قوم پرستي

محمد تميم "عزيزي"

قوم پرسته خپله نه يم ،
نه مي ده قومي عادت
نه له خلکو څخه غواړم د
قومئ متابعت
قوم پرسته خلک بوخت وي
دغرور په معصيت
نسي وړلاي داسي خلک
دژوندون څخه لذت
په قوميت فخر کول وي
دبدانو يو خصلت
داخصلت چي کله ډير سي نو
را پورته سي وحشت
ددوو وروڼو تر منځ پاته
نه وي ژوند کي صميميت
ټول يي نغښتي وي دبغض او
دعناد په مصيبت
پاته نه وي په ټول ژوند
کي وهيچا ته سم وحدت
نه په ژوند کي وي په زړو
کي ويو بل ته محبت
څوک به واخلي داسي حال کي
له پردونه حريت
څوک به واوسي په ژوند کي
خوښ خوشهاله په رفعت
دهرچا زړونه ډکيږي داسي
حال کي په نفرت
يودبل سره جنګيږي ټوله
خلک په سرعت
يود بل غوښو ته ناست وي
درته وايم حقيقت
ددي کار که څوک فاعل سو
څه جواب کړي په قيامت
دعقبا عذاب يي پريږده
ګوره څومره وي لت پت
په دنيا کي به لانسي دی
خاوند دښه عزت
دا قوميت قوم پرستي مو بل
څه نه ده ، دی عفت
بس ده يو تر بله وکړی
نورپه ژوندکي ښه خلقت
(عزيزي) وايي په زړو کي
مو پيدا کړی شفقت
يوپر بل زړسوي پيدا کړی
يو پر بل هم مرحمت

 

زما مينهبشپړ شعر ولولئ

زما مينه

محمد تميم "عزيزي"

دعاشق په شان دي ميني ته
تيار يم
ستا دحسن دليدو په انتظار
يم
بې عقلان که درنه تيښته
کول غواړي
تر هرچا دمخه زه ستا
خريدار يم
څه ښایست به مي په ژوند
کي هم پيدا سي
که روان په ژوند کي ستا
دعشق پر لار يم
ستا دميني محبت نه چاره
نسته
ستا د ديد په آرزو
دکردګار يم
ستا په ديد مي تير اويا
کاله ګناه وي
ټول معافيږي دې معافي په
انتظار يم
ستا دحسن نور چی عرش ته
دي ختلي
ستا ددې ښکلا ليدني
طلبګار يم
چی په نه شناخت کی دی
دومره زه مين کړم
ستا دديد پر وخت به څومره
مرغزار يم
که چا زما نه زما دميني
تپوس وکړ
ورته وايم چی عاشق مي
دخپل يار يم
ستا دميني لار چی زه
اختيارومه
ستا دميني په فايدو زه
خبردار يم
تنها ستا روژه دميني زما
په خوله ده
دهر چا له ميني پرته ستا
بيزار يم
که مي ژوند کي دبل چا
مينه روژه کړه
پر هغه روژه به هردم په
افطاريم
((عزيزي)) به دی هميش
ستاينه وکړي
يو ځل بيا په سلامئ دی
درخسار يم
 

نفاق او اتفاقبشپړ شعر ولولئ

نفاق او اتفاق

محمد تميم "عزيزي"

دژونـــــدون مــزه ده
ټـــولـــه
اتـــــفـــــاق كـــــي
هغه خواردي چي يي وي نفاق
په ژواك كـي
بــــربــادي
دخـــلــگـــــوهـلــــه
پــيــدا كــــيــږي
كـــه دچــاســره نفـاق
وي خپل پــه خـاك كـــي
په نفاق كـــي
انسـانـيــت لـــــه
مـــنـــځـــه وزي
ټوله ناســت وي يـودبـــل
ســـره عـــنـــاد كـــي
په نفاق كـــي
انـسـانـــان بـــه تـــل
تــــبـــاه وي
لـكـه اوس چـه تـبـاهـي
ده زموږپه خـاك كــي
خــو دچـاچي زيست اوژواك
پـه اتــفــاق وي
هــمـيشــه يــي لاس
ويــنـځــلـي لـه نـفــاق
وي
تل به خوښ خوشهاله ګرځي
په ژوندون كي
ژونـــد يي بــدو نـه وښو
ته وي بـدلون كـي
پـــه
رښــتــيـــاداتــفــاق
لــمــن كـــړي
پــراخـــه
هـــــيـــــشــــه
ځـــانــونـــه ګـــوري
لـــه فــــراقــــه
((عــزيـــزي)) يـــم
تــل آرزو داتــفـــاق
كـــــــــړم
له نــفــاقـــه مـــي
زړه تــــور دي
اتــحــادكـــــړم
 

د وطن ګيلهبشپړ شعر ولولئ

د وطن ګيله

محمد تميم "عزيزي"

خپل دزړه په وينو زه ليکم
اشعار
خپل ګيلي درته ليکم په
شنه سهار
پرما ولي وسو ظلم داغيار

زما غريب نسته په ژوند کی
نن غمخوار
ولي زه يم دې مشکل کي
ګرفتار
چي له هر چامي خوړلي زوز
وخار
ولي سومه دغليم دمرمۍ
ښکار
ولي وسو پر ما دغه شديد
وار
ددي وار سره دستي سومه
بيمار
زما پر زړه باندي يي جوړ
کړ لوي پرهار
اوس يم پاته ،يم دبل
داوږو بار
بل څوک هم نسته چي پورته
کړي ما خوار
ولي زما سره نن وسو
داکردار
چي په ژوند کي دهر چا سوم
منتبار
خپل بچيانو کړم غليم ته
زه غوځار
په خپل خوله درته کوم دغه
اقرار
چي دچا سره بچي نه ځي پر
لار
ور به نکړي ژوند کي څوک
ده ته وقار
زه اوس يم دهغو شپو په
انتظار
چي يو بل احمد دنيا ته
کړم اشکار
يا وبل ميرويس ته يم
سترګي په لار
دغيرت چي يي هرځاي کيده
ګفتار
يا دبل داسي بچي کړم
انتظار
چي يي وو ابيات ليکلي چل
هزار
دادب تر څنګ يي وو غيرت
بي شمار
وو دښمن سره يي رزم
دتلوار
که مي اوس بچي ښکاره کړي
ننګ و عار
څوک به ولي زمانه وړي زما
آثار
ډير شتمن وو پخوا زما دغه
دربار
زښت حيران وو راته تللي
سره کفار
له هغه وخته وه تږي زما
دوار
ولي بخت يي نه کاوه هغه
وخت کار
دبچو چي مي نیتونه سوه
مردار
هغه دم يي عزم وکړ زما
دښکار
نور دڅه شي درته وکړمه
اظهار
لنډه دا چي دخپل ژونده
سوم بيزار
دا چي زما سره نن څه کيږي
رفتار
خپل بچو له لاسه پروت يمه
پرنار
دا بې عاره بچي څه کوم بې
شمار
چي وي تل ما ته زما دتندي
عار
کم بچي چي په ټول نه وي
موراوپلار
((عزيزي)) هم هميشه دی
ترې بيزار
 

دخدای او دپيسو محبتبشپړ شعر ولولئ

دخدای او دپيسو محبت

محمد تميم "عزيزي"



م
حبت
چی دپيسو دچا په سر
ســـــــــــــــــــــي
هغه دم دعابدۍ نه مرور
ســـــــــــــــــــــــــــــــــي


ح
ب
يې ډير سي دخپل دين نه
شتمنـــــــۍ ته
داسي خلګونه بهتر دغره
هجر
ســـــــــــــــــــــي


م
حبت
چی څوک دخپل رب سره ټينګ
کړي
دژوندون هره شېبه به يې
اختر
ســــــــــــــــــــــي


د
دنيا
عزت لاپرېږده چی لري
يــــــــــــــــــــــــــــې
آخرت کي به دا حب ورته
سپر
ســـــــــــــــــــــــي


ت
ور
او سپين چی ښه هر چاته
څرګندېـــــــــږي
بيا څوک ولي په ګناه کي
مــــقــــــــرر
ســــــــي


م
وږ
دنيا کي عبادت لره
پيـــــــــــــــــدا
يــــــــــو
عبادت به کړو چي تېر
دژوند سفر ســــــــــــي


ي
و
خلق کړي يوه ذات
چـــــــــــــی پاک الله
دی
همداغه ذات به حساب کړي
چی محشر سي


م
وږ
دي خداي له ګناهونو نه
نـــــــور ژغوري
هسي نه چي زموږ په مخه
لوي خطر ســــــي


ع
لم
نه لرو په جهل کي
مـــــــــــــــــــوږ
اوســـــو
جهالت به موږ ته څه ډول
ظـــــفــــــر
ســـــــــــي


ز
يست
وژواک چی مو په جهل کي
تېريــــږي
نو به څه لره پر سر
زمـــــــــــــــــــوږ
افســر ســي


ي
اد
دعلم و عبادت چي څوک محکم
کـــــړي
ټوله ژوند يې په مثال
دسيم وزر
ســــــــــــــــي


ز
يات
علميت پرې عمل کړنه ډير
بهتــــر دي
په دې دواړو دجنت شجر
مثمــــــــــــــــــر
سي


ي
اد
دستر بخښونکي خداي
((عزيزي)) وکړ
ګوندي زما په دې
دعــــــــــأ ژوند منور
سي



م+ح+م+د+ت+م+ي+م+ع+ز+ي+ز+ي:محمد
تميم عزيزي
 

د ابليس لاربشپړ شعر ولولئ

د ابليس لار

محمد تميم "عزيزي"

ته څه پوهيږي انسـانـان
دومـره جـاهـل سـول
ولــي؟
دګـــنـــاهــــونـــــواوبـــديـــولـــوي
فــاعــل سول ولـي؟
ولي ناپوه سول دخـپل ديـن
اودمـذهـــبــــه
څـــخــــه؟
دپــــاك قـــــرآن
درالــيـــــږلـــودمــــطــلـــبه
څــــخـــــه
ولــي غـافـل سـول
دحـسـاب
دنـعــمــتــونــوڅــخــــه؟
دجــهــنـــم د
ډيـــروســـخـــتـــو
عــــذابـــونـــو
څـــــخــــــــه
په دغه پوه دي چه هم خداي
اوهـم رســول لــرومــوږ
اوورســـــره قــرآن
پــاك سپــيـــڅــلــي
ديــن لــرومــوږ
نوبيا هم ټول په
ګـنــاهـــونـــو كــي
اخـتــه دي ولـــي؟
دخپل سپيڅلي دين څه دومره
دوي ګوښه دي ولي؟
په ګمان زما دغه دعلم
دکمۍ
څخـــــــــــــــــــــــــــــه
دي
دپاک قرآن او دحديث
دسرکښۍ
څخــــــــــــــــــــه
دي
يا يې عامل دابليس لاره
ټينــــــــــــــګول
ګـــڼــــمـــــــه
دپیغمبر
مســـــــــــــــــــتقيـــم
لاره پریښـــودل
ګڼـــمـــه
نوهغه څوك چه په خپل دين
كي معلومات هم لـري
اوبـيـاځـان وروسـتـه
ګــنــاهــونــوتــه
قـايــل جـــوړوي
هيڅ پاته نه لري چه خلاص
دي شي،سـزابـه ويــنــي
دخـپـلـو ســويــو
كـــردارونـــــو لــــو
جـــزا بـــه ويـــنـــي
تل((عزيزي))دلته افسوس
پــر داسـي خـلـګـو كــوي
چه لري علم خودوي
خــپــلـــه پــري
عــمــل نــــه كــوي
 

نصيحتبشپړ شعر ولولئ

نصيحت

محمد تميم "عزيزي"

واوره زما نه نصیحت په دا
دنيــــــــــــــــا
چی ښایسته دي سي دنيا او
هم عقبــــــا
آشنایي کړه دسپيڅلي دين
پيــــــــــــــــدا
په اسلام باندي هميش اوسه
آګـــــــــــــاه
په خپل مغظ کي دی هم
ياداښت کړه دا
چي قيامت هم راروان دی ژر
فـــــــــــــردا
نفساني خاهش ته ورکړه
انتهـــــــــــــــــــا
تياری کړه چي را تلونکې
ده عقبــــــــــــا
څوک خبر دی په خپل ژوند
او په سبــــا
عبادت کوه چي ژوند دی سي
رڼــــــــــــا
دسرو سپينو لټه پرېږده په
رښتيـــــــــــا
ځکه نه ده هميشه دغه
دنيـــــــــــــــــــــــــا
په دنیا کي ځان پر خـداي
کړه ته شـيدا
په دې ميـنه به دخداي
لارکړي پيـــــــدا
چي کړله دخـــــــــــداي
لار کلــــه پيـــــدا
زړه به ستا سي په مثال
يــــــد بيـــضـــاء
بيا نو پام کړه چي ونه
کــــــړي ته ريـــــــا
ابليس غواړي متقيان چي
کړي ګمراه
بهتان مه وايه هيڅکله ته
پر چـــــــــــــــا
ځکه دغه کار لري ډيره
ګنــــــــــــــــــــــــاه
دبهتان په شان غيبت هم ده
ګنــــــــــــــاه
چي بد وايي دسړی دده تر
شــــــــــــــــــا
پلټنه دعيبو مه کړه
دچـــــــــــــــــــــــــــــا
ځان ته ګوره اوخپل ځان دي
کړه اصلاح
چي دخداي لار کړو موږ
ټينګه په رښتيا
خداي به راکړي موږ ته ژر
من و سلـــــــوا
که مو وکړه
سرکــــــــــــښي دپــاک
الــلــه
وبه نه اوسو په خپل ژوند
کي هوســـــــــا
يو غنم وخوړ آدم او هم
حـــــــــــــــــــــــــــــوا
دجنت نه هغه دم کړه خداي
جـــــــــــــــــــدا
چي آدم لا له جنت نه سو
جــــــــــــــــــــــــــدا
نوبه غواړودلوي خداي څخه
پنــــــــــــــاه
پر دې دوو لارو ما واچول
رڼــــــــــــــــــــــا
خوښه ستاسي چي دنيا کړي
که عقبــــا
((عزيزي)) هر چا ته ښه
ګڼي عقبـــــــــــا
ځکه ده فاني دنن ورځي
دنيــــــــــــــــــــــا