د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي محمد تميم "عزيزي" شعرونه

قوم پرستي



قوم پرسته خپله نه يم ، نه مي ده قومي عادت
نه له خلکو څخه غواړم د قومئ متابعت
قوم پرسته خلک بوخت وي دغرور په معصيت
نسي وړلاي داسي خلک دژوندون څخه لذت
په قوميت فخر کول وي دبدانو يو خصلت
داخصلت چي کله ډير سي نو را پورته سي وحشت
ددوو وروڼو تر منځ پاته نه وي ژوند کي صميميت
ټول يي نغښتي وي دبغض او دعناد په مصيبت
پاته نه وي په ټول ژوند کي وهيچا ته سم وحدت
نه په ژوند کي وي په زړو کي ويو بل ته محبت
څوک به واخلي داسي حال کي له پردونه حريت
څوک به واوسي په ژوند کي خوښ خوشهاله په رفعت
دهرچا زړونه ډکيږي داسي حال کي په نفرت
يودبل سره جنګيږي ټوله خلک په سرعت
يود بل غوښو ته ناست وي درته وايم حقيقت
ددي کار که څوک فاعل سو څه جواب کړي په قيامت
دعقبا عذاب يي پريږده ګوره څومره وي لت پت
په دنيا کي به لانسي دی خاوند دښه عزت
دا قوميت قوم پرستي مو بل څه نه ده ، دی عفت
بس ده يو تر بله وکړی نورپه ژوندکي ښه خلقت
(عزيزي) وايي په زړو کي مو پيدا کړی شفقت
يوپر بل زړسوي پيدا کړی يو پر بل هم مرحمت


 

د شاعر نور شعرونه ←