د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي محمد تميم "عزيزي" شعرونه

نصيحت



واوره زما نه نصیحت په دا دنيــــــــــــــــا
چی ښایسته دي سي دنيا او هم عقبــــــا
آشنایي کړه دسپيڅلي دين پيــــــــــــــــدا
په اسلام باندي هميش اوسه آګـــــــــــــاه
په خپل مغظ کي دی هم ياداښت کړه دا
چي قيامت هم راروان دی ژر فـــــــــــــردا
نفساني خاهش ته ورکړه انتهـــــــــــــــــــا
تياری کړه چي را تلونکې ده عقبــــــــــــا
څوک خبر دی په خپل ژوند او په سبــــا
عبادت کوه چي ژوند دی سي رڼــــــــــــا
دسرو سپينو لټه پرېږده په رښتيـــــــــــا
ځکه نه ده هميشه دغه دنيـــــــــــــــــــــــــا
په دنیا کي ځان پر خـداي کړه ته شـيدا
په دې ميـنه به دخداي لارکړي پيـــــــدا
چي کړله دخـــــــــــداي لار کلــــه پيـــــدا
زړه به ستا سي په مثال يــــــد بيـــضـــاء
بيا نو پام کړه چي ونه کــــــړي ته ريـــــــا
ابليس غواړي متقيان چي کړي ګمراه
بهتان مه وايه هيڅکله ته پر چـــــــــــــــا
ځکه دغه کار لري ډيره ګنــــــــــــــــــــــــاه
دبهتان په شان غيبت هم ده ګنــــــــــــــاه
چي بد وايي دسړی دده تر شــــــــــــــــــا
پلټنه دعيبو مه کړه دچـــــــــــــــــــــــــــــا
ځان ته ګوره اوخپل ځان دي کړه اصلاح
چي دخداي لار کړو موږ ټينګه په رښتيا
خداي به راکړي موږ ته ژر من و سلـــــــوا
که مو وکړه سرکــــــــــــښي دپــاک الــلــه
وبه نه اوسو په خپل ژوند کي هوســـــــــا
يو غنم وخوړ آدم او هم حـــــــــــــــــــــــــــــوا
دجنت نه هغه دم کړه خداي جـــــــــــــــــــدا
چي آدم لا له جنت نه سو جــــــــــــــــــــــــــدا
نوبه غواړودلوي خداي څخه پنــــــــــــــاه
پر دې دوو لارو ما واچول رڼــــــــــــــــــــــا
خوښه ستاسي چي دنيا کړي که عقبــــا
((عزيزي)) هر چا ته ښه ګڼي عقبـــــــــــا
ځکه ده فاني دنن ورځي دنيــــــــــــــــــــــا

 

د شاعر نور شعرونه ←