د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي محمد تميم "عزيزي" شعرونه

نفاق او اتفاق



دژونـــــدون مــزه ده ټـــولـــه اتـــــفـــــاق كـــــي
هغه خواردي چي يي وي نفاق په ژواك كـي
بــــربــادي دخـــلــگـــــوهـلــــه پــيــدا كــــيــږي
كـــه دچــاســره نفـاق وي خپل پــه خـاك كـــي
په نفاق كـــي انسـانـيــت لـــــه مـــنـــځـــه وزي
ټوله ناســت وي يـودبـــل ســـره عـــنـــاد كـــي
په نفاق كـــي انـسـانـــان بـــه تـــل تــــبـــاه وي
لـكـه اوس چـه تـبـاهـي ده زموږپه خـاك كــي
خــو دچـاچي زيست اوژواك پـه اتــفــاق وي
هــمـيشــه يــي لاس ويــنـځــلـي لـه نـفــاق وي
تل به خوښ خوشهاله ګرځي په ژوندون كي
ژونـــد يي بــدو نـه وښو ته وي بـدلون كـي
پـــه رښــتــيـــاداتــفــاق لــمــن كـــړي پــراخـــه
هـــــيـــــشــــه ځـــانــونـــه ګـــوري لـــه فــــراقــــه
((عــزيـــزي)) يـــم تــل آرزو داتــفـــاق كـــــــــړم
له نــفــاقـــه مـــي زړه تــــور دي اتــحــادكـــــړم
 

د شاعر نور شعرونه ←