د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ايمل “پيروز”

د ايمل "پيروز" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

9 خپاره شوي شعرونه

سوړ شوی زړهبشپړ شعر ولولئ

سوړ شوی زړه

ايمل "پيروز"



سوړ شوی زړه

نه د زړه شور و
غوغا شته
نه د مینی واویلا
شته
نه په خیال د
صورت مست یم
نه د خال د شوق
هوا شته
نه خوږ غم د خوږو
پیغلو
نه رنگینه مشغولا
شته
نه مې تمه له چا
کیږي
نه می هیله د وفا
شته
نه جفا د بد رقیب
وړم
نه مې غم د ښه
آشنا شته
نه تیاره د تورو
زلفو
نه د سپین بشر
رڼا شته
چې له هر څه نه
زړه سوړ شي
وایه نوره څه
پروا شته!
فراغت مې غوره
کړی
که دنیا شته، که
عقبا شته

18.10.02
23:00
دهلی

بېځایه بدناميبشپړ شعر ولولئ

بېځایه بدنامي

ايمل "پيروز"



بېځایه بدنامي

که مې یار راته
کتلې خو خمار به
ومه زه
که په غشو یې
ویشتلی دل افګار
به ومه زه

که د زلفو
تنابونه یې په ما
وای لورولی
منصور غوندې رسیو
کې په دار به ومه
زه

که په برخه مې
وای لار د
عشقبازانو
د ځان په وینو
سور په دغه کار
به ومه زه

که په نیمه اشاره
یې دا زړګی وای
لمسولی
په چم د دلبرئ کې
ګرفتار به ومه زه

که په زړه کې مې
د یار د یار یاري
وای
د هسې شان احسانه
څه قرضدار به ومه
زه

که یوه شپه یې
پالنګ کې تودی
غیږ ته وای بللی
سوځیدم به په
دوژخ کې ګنهګار
به ومه زه

هسې پدې لار د
بدنامانو هم نام
شوی یم
چیرې زه او چیرې
هسې قسمتونه
 

دبشپړ شعر ولولئ

د

ايمل "پيروز"


د
مینې په خمار یان

لا بی خوده ستا د
مینې په خمار یو
لا هم ستا په
آستانه سجده ګزار
یو

ما دردونه په
درمل ندي پلورلي
لا د غشو د
زخمونو خریدار یو

ناصحان چې «عاقبت
– عاقبت» وايي
موږ لا چیرې دی
خبرو ته وزګار یو

ستا دا سر به مو
خلاس کړی وی
ناصحه
خو ژوند درومي،
یو څه موږ هم په
تلوار یو

چې د یار ذکر په
خیر پکې یادیږي
بس د هغې خولی
خبرو ته جار –
جار یو

خیر که نن مو
قسمتونو لار تړلی
عمر شته دی، هیلی
شته دي، انتظار
یو

که قسمت مې
ماتؤلو ته زړه
ایښې
موږه هم ورته
ویده نه یو،
بیدار یو

دبشپړ شعر ولولئ

د

ايمل "پيروز"


د
حیرت زانګو

ورته لاس تر زنې
ناست یم
چارې څارم د قسمت
خپل
د شېبو ټپه تیاره
کې
لټوم د زړه راحت
خپل
وخت ځپلي بخت له
لاسه
چاته بوزم شکایت
خپل؟
ګڼه ګونه کې تنها
شم
محشرونه شي خلوت
خپل
خپل ضمیر ته
تهمتي یم
څه به کاندمه صفت
خپل
وایي : څنګ چې
سړی ګورې
هسې جوړ وي په
محنت خپل
زه په "ښه" او
"بد" د ځان کې
چیرې نه وینم
شرکت خپل
ولی هست شوم ولی
نیست شوم
راڅرګند نشو هویت
خپل
وخت ناپایه عمر
لنډ دی
زه ویریږم په
سرعت خپل
لا په خپله خبر
نه یم
چاته ووایم حاجت
خپل
دی مخلوق ته
حیرانیږم
چې لا ویاړي په
خلقت خپل
نور دی نورې قیصې
کاندي
ما دی پریږدي په
طبیعت خپل
پکې غم د خوږ
اشنا دی
ما څارلی دې قسمت
خپل
که ګم نام یم که
بدنام یم
ما منلي په صورت
خپل
په دې ورکه کې
ورک ښه یم
نور دی غم کا د
شهرت خپل
ایمل غم کې د
دنیا ډوب
زه حیران یم په
حیرت خپل

16.02.05
Gotenburg

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

ايمل "پيروز"



ژوند



د معدوم شانته
خوبونو سلسله ده
د دوران په
توپانونو کې ډیوه
ده
یا د څو لیونو
هیلو تلوسه ده
ژوند د څو
ناخوالو ورڅو
معامله ده

لېونۍ مینهبشپړ شعر ولولئ

لېونۍ مینه

ايمل "پيروز"


لېونۍ مینه



بوی چې یې د مشکو
له کاکله ځي
زړه مې لېونی شي
له گوگله ځي

خیال د آهو چشمو
غرڅنی کړمه
مېل مې هم جنون
ته کله کله ځي

سترگې چې د یار
په قامت رډی کړم
بیا ورسره سمې تر
منزله ځي
 
شوق د زړه د مینې
په پیچومي کې
بیا لیندې په
غاړه تر مرچله ځي
 
نه چې تنها نن له
سینې وواته
زړه به د دلبر په
لور تر تله ځي

ستا مینې زه هسې
سحرایي کړمه
په ځان مئین د
مرگ سیمې ته کله
ځي

دهلی
03.01.2003

زما ماشومتوبه!بشپړ شعر ولولئ

زما ماشومتوبه!

ايمل "پيروز"



زما ماشومتوبه!

زما شوخه
ماشومتوبه
ای په ویښو سترګر
خوبه
دا څه وکړله لوبه
چې د تیرو په
تیارو کې رانه پټ
شوی
زه حصار شوم د
ژوند تورې رڼایي
کې

بی خبره له عالم
وو
په خپل ځان کې یو
عالم وو
څومره خوږ هغه
عالم وو
چې د خیال آس به
مو زین کړ آسمانو
کې
سیل ته لاړ به
شؤلو خپله پاچایي
کې

په وخت د پسرلو
کې
د باران په لندو
شپو کې
بیا د واورو په
څپو کې
یو سپیڅلې شان
احساس وو اوس
پردی دی
آه چې څومره
تاوانی شوم په دی
وچه پارسایي کې

ګډ د دهر په سحرا
شوم
آشنا د نا آشنا
شوم
هلکتوب سره جدا
شوم
لکه دوه ملګري چې
د سفر لارې کړي
بیلی
موږ په خپلو لارو
لاړو تنهایی کې

۲۰۰۵
GBG

موږ د مینېبشپړ شعر ولولئ

موږ د مینې

ايمل "پيروز"



موږ د مینې
لارویان یو

موږه هم یو په دې
لاره عشاقو سره
تللي
د سترګو په کاسو
کې مو د میو شراب
څښلي

د یار په تبسم مو
دي عمرونه په دو
ایښي
د عشق قمار خانې
نه یو په تش جېبو
وتلي

ډګر د سر بازۍ کې
مو د سر ښندنې
کړي
دې کار کې سر د
دار ته یو په خپل
اختیار ختلي

له ځایه دې
راووځي موږ لایق
د دغو نه یو
که یوه شېبه مو
سترګې وي له یاره
اړولي

د یار د خیال غړۍ
ته مو د هجر سختو
شپو کې
له تړمو تړمو
اوښکو مرغلرې دي
پېیلي

چې د دور د ښاغلو
خدایانو مو توپیر
شي
تورونه مو د مینې
پاس تندي باندې
لیکلي

د مینې شوق
اخیستي یو بې
خوده بې اختیاره
وروتي یو سحرا ته
خپل جامې مو دي
چیرلي

نه غوږ مو چیرې
ایښې نه به یې
وباسو ناصح ته
که هر څو یې هر
ځای کې زموږ
غوږونه دي خوړلي

که بخت مو چیرې
لارو کې خنډونه
دي جوړ کړي
لاسونه د احتیاج
مو خپل همت ته
غزولي

موږه نشې ماتولې
ورځه لار وله
آسمانه
په مینه کې پاخه
یو، وخت مدام یو
آزمویلي

دبشپړ شعر ولولئ

د

ايمل "پيروز"


د
جانان پښتنې
سترګې

واورمه چې چیرې
پښتنې سترګې
سترګو ته مې راشي
ستا درنې سترګې

ستا غمونو ډیر
ډیر ژړولی یم
ځکه مې اوښتي
داسې سرې سترګې

هر خوا ته چې
تللې ای جانانه
ته
غلی غلی تا پسې
مې تلې سترګې

ټول د دنیاګۍ
غمونه حیر شي زما
وګورم ماښام چې
ستا خوږې سترګې

زه به نور له
کبره چاته نه
ګورم
تا چې غړولي راته
دوې سترګې

ته خو نازک زړه
په مینه مه تړه
شوګیرو ته جوړی
ندي دا ستا ښې
سترګې

جار شم د دی ژوند
له رویبارانو نه
زما خو پری خوږې
شوې دا ترخې
سترګې