افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
د
د
مینې په خمار یان
لا بی خوده ستا د مینې په خمار یو
لا هم ستا په آستانه سجده ګزار یو
ما دردونه په درمل ندي پلورلي
لا د غشو د زخمونو خریدار یو
ناصحان چې «عاقبت – عاقبت» وايي
موږ لا چیرې دی خبرو ته وزګار یو
ستا دا سر به مو خلاس کړی وی ناصحه
خو ژوند درومي، یو څه موږ هم په تلوار یو
چې د یار ذکر په خیر پکې یادیږي
بس د هغې خولی خبرو ته جار – جار یو
خیر که نن مو قسمتونو لار تړلی
عمر شته دی، هیلی شته دي، انتظار یو
که قسمت مې ماتؤلو ته زړه ایښې
موږه هم ورته ویده نه یو، بیدار یو
لا بی خوده ستا د مینې په خمار یو
لا هم ستا په آستانه سجده ګزار یو
ما دردونه په درمل ندي پلورلي
لا د غشو د زخمونو خریدار یو
ناصحان چې «عاقبت – عاقبت» وايي
موږ لا چیرې دی خبرو ته وزګار یو
ستا دا سر به مو خلاس کړی وی ناصحه
خو ژوند درومي، یو څه موږ هم په تلوار یو
چې د یار ذکر په خیر پکې یادیږي
بس د هغې خولی خبرو ته جار – جار یو
خیر که نن مو قسمتونو لار تړلی
عمر شته دی، هیلی شته دي، انتظار یو
که قسمت مې ماتؤلو ته زړه ایښې
موږه هم ورته ویده نه یو، بیدار یو