د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ايمل "پيروز" شعرونه

لېونۍ مینه

لېونۍ مینه


بوی چې یې د مشکو له کاکله ځي
زړه مې لېونی شي له گوگله ځي

خیال د آهو چشمو غرڅنی کړمه
مېل مې هم جنون ته کله کله ځي

سترگې چې د یار په قامت رډی کړم
بیا ورسره سمې تر منزله ځي
 
شوق د زړه د مینې په پیچومي کې
بیا لیندې په غاړه تر مرچله ځي
 
نه چې تنها نن له سینې وواته
زړه به د دلبر په لور تر تله ځي

ستا مینې زه هسې سحرایي کړمه
په ځان مئین د مرگ سیمې ته کله ځي

دهلی
03.01.2003

د شاعر نور شعرونه ←