افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
موږ د مینې
موږ د مینې
لارویان یو
موږه هم یو په دې لاره عشاقو سره تللي
د سترګو په کاسو کې مو د میو شراب څښلي
د یار په تبسم مو دي عمرونه په دو ایښي
د عشق قمار خانې نه یو په تش جېبو وتلي
ډګر د سر بازۍ کې مو د سر ښندنې کړي
دې کار کې سر د دار ته یو په خپل اختیار ختلي
له ځایه دې راووځي موږ لایق د دغو نه یو
که یوه شېبه مو سترګې وي له یاره اړولي
د یار د خیال غړۍ ته مو د هجر سختو شپو کې
له تړمو تړمو اوښکو مرغلرې دي پېیلي
چې د دور د ښاغلو خدایانو مو توپیر شي
تورونه مو د مینې پاس تندي باندې لیکلي
د مینې شوق اخیستي یو بې خوده بې اختیاره
وروتي یو سحرا ته خپل جامې مو دي چیرلي
نه غوږ مو چیرې ایښې نه به یې وباسو ناصح ته
که هر څو یې هر ځای کې زموږ غوږونه دي خوړلي
که بخت مو چیرې لارو کې خنډونه دي جوړ کړي
لاسونه د احتیاج مو خپل همت ته غزولي
موږه نشې ماتولې ورځه لار وله آسمانه
په مینه کې پاخه یو، وخت مدام یو آزمویلي
موږه هم یو په دې لاره عشاقو سره تللي
د سترګو په کاسو کې مو د میو شراب څښلي
د یار په تبسم مو دي عمرونه په دو ایښي
د عشق قمار خانې نه یو په تش جېبو وتلي
ډګر د سر بازۍ کې مو د سر ښندنې کړي
دې کار کې سر د دار ته یو په خپل اختیار ختلي
له ځایه دې راووځي موږ لایق د دغو نه یو
که یوه شېبه مو سترګې وي له یاره اړولي
د یار د خیال غړۍ ته مو د هجر سختو شپو کې
له تړمو تړمو اوښکو مرغلرې دي پېیلي
چې د دور د ښاغلو خدایانو مو توپیر شي
تورونه مو د مینې پاس تندي باندې لیکلي
د مینې شوق اخیستي یو بې خوده بې اختیاره
وروتي یو سحرا ته خپل جامې مو دي چیرلي
نه غوږ مو چیرې ایښې نه به یې وباسو ناصح ته
که هر څو یې هر ځای کې زموږ غوږونه دي خوړلي
که بخت مو چیرې لارو کې خنډونه دي جوړ کړي
لاسونه د احتیاج مو خپل همت ته غزولي
موږه نشې ماتولې ورځه لار وله آسمانه
په مینه کې پاخه یو، وخت مدام یو آزمویلي