د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عرفان الله بیدار

د عرفان الله بیدار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

د زړه خبره ده خو یار تــــــه یې په خوله کومه
دا پاتې ژوند یې په داغي زړګي کې نه کومه 
په دې پوهیږمه چې بـــــــد یې بدله ده مګر 
د ددې سره سره زه هر چـا سره ښه کومه 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

وخاندم په زوره زوره ځان  پورې ژړا نه پس 
دا دی لیوانی شومه د هجر د کوما نه پس 

ستا د احتجاج انداز مې څه ورباندې ولیدو 
سترګې مې ړندې شولې  له دغې ناروا نه پس 

بیا دې کوم بدبخت د داغي خسن جال کې ونیو 
څوک دې را پیدا کړو راته وویه زما نه پس 

ویلي دي مشرانو چې تیارو پسې رڼا وي 
دلته خو تیاري زمونږه ملې وي د رڼا نه پس 

خیټه یې پرون مړي کې غواړه شوه تازه شو
ږیره کې لاس راښکلو ملا صاحب حلوا نه پس

ځمه چې لمونځ وکړمه دمونه په ځان چوپ کړم
غاړه درکوم  بیداره صبر شه  دعا نه پس
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

د زړه خبره ده خو یار ته یې په خوله کومه
دا پاتې ژوند یې په داغي زړګي کې نه کومه 

په دې پوهیږمه چې بد یې بدله ده مګر 
د ددې سره سره زه هر چا سره ښه کومه 

ته د جمعی په شپه لاسونه په نکریزو سره که
زه د خالي په شپه په سترګو کې رانجه کومه

دومره هوښیار یمه له ورایه خلک پیژنمه 
دومره ساده یمه شپتلو کې واخه کومه
 
سترګې مې پټې شه ګلونه پکې وټوکیږه
په بد نظر که زه خوبانو ته کاته کومه 

بلا مې توره درپسې پریږده چې وسوزیږې 
زه ستا له قصده د بیدار سره واده کومه 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

ګـاټي مــې پړکـیـږي وریــځ د زهـن مې اسـمـان دی 
سترګــو مې نیت بیا لــکـــه چــې کــړی د باران دی

شــپـــه ده تـنـهــای ده سړه خــونـه ده زنـــدان دی 
یـار خـو سر خـوړلـی غـم یـې هــم راسره وران دی

واورۍ درمـل نـه لـــري دا رنـځ هـم د سـرطـان دی 
سـیـزو یـې ځـوانـانـو ایکسپایـر شوی پـارلـمـان دی 

مه یې وژنـه قـاتله د خدای ج روی وکه افـغـان دی
ړونـد شـې تـاریـخ ولـولـه پیړیوو نـه  مسلـمـان دی

خـوب کـې مـې بـیـګا لـیـدلـی یـو نـظـر جـانـان دی 
ځـکـه په جـامـو کـې نـن ورک شـوی رانه ځـان دی 

خـکاري چې دا ملک له خده ډیر په الله ج ګران دی
څـو لسیزې وشـوې چـې شروع یـې امـتـحـــان دی

نـرم دی مـالوچ غـوندې څـوک وای چـې سندان دی
زړه د بـیـدار ځــکـه هــــر ښـایـستـه پسې روان دی 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

سترګــــې یـــار وټــــــاکي ملتیا ورسره زړه وکـــــړي
يواځــــې تــــن بــــه دوه سرزورو سره څـــه وکــړي

په سر مې درد شي دومره درد چې درد ویخته وکړي
چــــې د رقیب په لـــــوري یــار کــــله کـــــاته  وکړي

کــــه په ځــــان ورخمیږي خپل ځــان سره ښه وکړي
دا پاتې ژوند دې بې له  جــنــګه پـــښــتــانــــه وکړي

غــلــچـــکـــی برید راباندې داسې سـتـا بــاڼه وکــــړي
بــاور دې وشه پـشــکــــال کــــې مــــې ســاړه وکــړي 

کــــه زمـــا ومــنـــي او ټـــول زمــا په خــولـه وکـــړي 
غریـب بــه خـــلاص شي خـیـراتـونـه که ماړه وکـــړي

ورتـه پـه طـمـعـه نـاستـې جــونــې دې مـیـړه وکـــړي 
بــــیــــدار کــه وغــواړي  یو ورځ کـې به واده وکـــړي
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

پوهیږمه چې زړونه څومره خوري مخالفین 
حیران یمه چې سنګه مې زغمي مخالـفـیـن 

چې کلـه سره مخ شو پورته نه شي راکتلی 
په ځمکه کې دوه سترګې ورمنډي مخالفین 

راټول شو څه پلان خـو جوړوي مخـالـفین 
څه ښه یـو بل ته داړې چینګوي مخـالیفین 

زمــا په غیبت وخــت ضایـع کوي مخالفین 
دا ښه ده چــې ګـنـا مـې کـمــوي مـخالفین 

ځـانـونـه هسې خــوشې ژوبـلوي مخالفین 
د غـــــر سره سرونه جـنـګـوي مـخـالـفـیـن 

بـیـدار ته اتـیـا سل قسمه خـورې مخالفین 
په دې ورنـه ځـانونه خـلاصوي  مـخـالفین
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

په زخمي زړګي مې مالګې دوړوې هم 
رقیبان مې نندارې ته رابلې هم 

په قران راسره غبرګ لاسونه ږدې هم 
خپله ژمنه سم دواره ماتوې هم 

دا منمه چې په لک روپو مې اخلې 
 په یوه  روپۍ مې بیرته خرڅوې هم 

د ګریوان فصل مې والی وچکالۍ دی
وچې شوې مې د سترګو دي چینې هم 

که ځوانان کوي د خپل وطن ساتنه
ورته ناستې دي په طمعه پښتنې هم 

ورځ خو وخته لاس اخستی و زما نه
خپلې غیږې نه جدا کړم تورې شپې هم

شړک خو څه اوس یې په بل ورخوروې هم 
په همدې زلفو دې ما پانسي کوې هم 

ټولې هیلې دې په سین لاهو کیدې هم 
لیوني غوندې بیداره خاندیدې هم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

شیندمـــه اوبه د صـبــــر زړه د عشق لمبې بـــاندې 

غــــــــم غــلــطومه مجبورۍ نــــه سریندې بــاندې


بوج به مې څو ورځې وي منمه حافــظې بــــاندې 

اړومه خــــــاورې د کــــلــــونـــو یـــارانې  بــاندې 

 

ناست به یې څو ورځې د ښکلا په خــزانې بـاندې

پــــلـــورې به ښایست په بــــې زبانه اینې بـــاندې 


ایخې مې وې شونډې د زمــزمو پـــه چینې بـاندې

خولـه مې لګولې وه په خــوب کې په هغې بـاندې


لیکــمـــه رڼــا په تـــوره شپه کـې په تیارې بــاندې 

غور کـــومه بــیــا یـــوې ناکامې تجــــربې بــاندې 


خلاص به شم واعظه په خیرات یا کفــــارې باندې 

ویشتې مې مرغۍ دي ماشوموالي کې لیندې باندې


مـــه کــــوه نـــیــوکــــه د وژنـــو پــــروژې بـــاندې 

غلی شه بیداره چـــا به والی یې دې خــولې باندې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

اوبه کړی مې د زړه په وینو تل دی 
ما کرلی د اغذیوو منځ کې ګل دی  

کپرۍ کې به مې خود مازغه خوټیګي
اندرون کې ورنه لاندې نه اور بل دی

که هوا وکړ بدلون نو  راغلو ژمی 
ستا انداز لالیه څه باندې  بدل دی 

میخکی دې له مستۍ  په پوزه کړی 
که مات کړی دې ډنډري کې چارګل دی 

سپین جبین ورباندې ساتې له تیز لمره
چتر کړی دې د پاسه پرې اوربل دی 

کاش کې ومومو مونږ نور د رڼا لوری 
په تورتم کې خو مو ډیر کړی مزل دی

چې هیواد راته د سر په بدل  ساتي 
هر ساتونکی مې د دې خاورې اتل دی 

ستا د مال او د دولت کیسه کې نه دی
بیدار ستا دې ګلابي شونډو ته غل دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

لرې مې خفه زړه نه یو څو شېبو له غم که 
وا جعفر الماسه یو غزل خو ترنم که

سترګې درنه خوري جلۍ په نیمه باندې پو شه
ډول نه یې تیره شه پیکی دې لږ را کم که

څوک به دا نوښت وکړي زه دا اتل به څوک وي 
ژبه د ټوپک چې را بدله په قلم که

لارو مسجدونو کې که هر ځای کې یې ګدي څوک 
خلاص یې په لاسونو کې خاونده هغه بم که

تیر شه د نصوارو نه سګړټ په سیند لاهو که 
ځمکې ته یې راواچوه ټوټې ټوټې چیلم که

ما تا باټې مه وله غیرت ځان کې پیدا که 
لاړشه که تکړه یې له اغیارو دې پاک چم که

سرې مچۍ خوړلې یم له قهره تکه سره یم 
ژر کوه بیداره شکرانه واخله ما دم که
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عرفان الله بیدار

طبعه مې ورانه ده نن ډېره د زړګي یارانو
خولې نه مې اوځي سوي سوي اسویلي یارانو

راځۍ فرهنګ د پرېکولو یې له منځه یوسو 
راځئ چې وکرو په هر ځای کې نیالګي یارانو

پیريان خو څه چې ښاپيري په ما راځي یارانو
یار چې د ژبې سر په سرو شونډو وهي یارنو

که د جګړې د ختمولو نیت د زړه نه وکړو 
تاسو ډاډه اوسئ چې سوله بیا راځې یارانو

که تاج مخل وي که د سرو ماڼۍ کې وي یارانو 
زه په کې نه کوم بې یاره زندګي یارانو

زما نصیب کې نوره نشته خوشحالي یارانو 
دا مې د لاس کرښو کې ولیدل پالي یارانو

که مهربان خدای ج د بیدار سوال قبلوي یارانو 
له هر یو غمه دې یې لالی امان کې وي یارانو