د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه

غزل

اوبه کړی مې د زړه په وینو تل دی 
ما کرلی د اغذیوو منځ کې ګل دی  

کپرۍ کې به مې خود مازغه خوټیګي
اندرون کې ورنه لاندې نه اور بل دی

که هوا وکړ بدلون نو  راغلو ژمی 
ستا انداز لالیه څه باندې  بدل دی 

میخکی دې له مستۍ  په پوزه کړی 
که مات کړی دې ډنډري کې چارګل دی 

سپین جبین ورباندې ساتې له تیز لمره
چتر کړی دې د پاسه پرې اوربل دی 

کاش کې ومومو مونږ نور د رڼا لوری 
په تورتم کې خو مو ډیر کړی مزل دی

چې هیواد راته د سر په بدل  ساتي 
هر ساتونکی مې د دې خاورې اتل دی 

ستا د مال او د دولت کیسه کې نه دی
بیدار ستا دې ګلابي شونډو ته غل دی
د شاعر نور شعرونه ←