د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه

غزل

سترګــــې یـــار وټــــــاکي ملتیا ورسره زړه وکـــــړي
يواځــــې تــــن بــــه دوه سرزورو سره څـــه وکــړي

په سر مې درد شي دومره درد چې درد ویخته وکړي
چــــې د رقیب په لـــــوري یــار کــــله کـــــاته  وکړي

کــــه په ځــــان ورخمیږي خپل ځــان سره ښه وکړي
دا پاتې ژوند دې بې له  جــنــګه پـــښــتــانــــه وکړي

غــلــچـــکـــی برید راباندې داسې سـتـا بــاڼه وکــــړي
بــاور دې وشه پـشــکــــال کــــې مــــې ســاړه وکــړي 

کــــه زمـــا ومــنـــي او ټـــول زمــا په خــولـه وکـــړي 
غریـب بــه خـــلاص شي خـیـراتـونـه که ماړه وکـــړي

ورتـه پـه طـمـعـه نـاستـې جــونــې دې مـیـړه وکـــړي 
بــــیــــدار کــه وغــواړي  یو ورځ کـې به واده وکـــړي
 
د شاعر نور شعرونه ←