د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

کریم سلطاني

د کریم سلطاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

دغه راز به تر خپل وس په زړه کې ساتم

محبت دې مقدس په زړه کې ساتم

 

یو نه یو خو به ضرور الله پوره کړي

امیدونه ځکه لس په زړه کې ساتم

 

بل  یې هیڅ راپاتې نه دې زندګۍ کې

بس یو یاد د تللي کس په زړه کې ساتم

 

ما شیدې د پښتنې مورکۍ خوړلې

خود به ټول پښتون ولس په زړه کې ساتم

 

دې سړي خو زندګي راته برباد کړه

داسړی هسې عبس په زړه کې ساتم

 

هغه ستا راکړی ټپ چې وو کریمه

ته باور وکړه لا اوس په زړه کې ساتم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

درد به مې زخم تخناوه ما به خندا کوله

لکه ډېوه هم سوځېدم هم مې رڼا کوله

 

دلته به هر سړی د خپل غم په دریاب کې ډوب وو

زما د سوي زړه پوښتنه به نو چا کوله

 

له تانه پس مې شاعري بیخې بې رنګه ښکاري؟

له تانه مخکې به مې هر شعر کې بلا کوله

 

زه چې ماشوم وم زندګې داسې بې خونده نه وه

نه به مې درد پېژانده! نه به مې ژړا کوله

 

اوس دې ماشوم زړګي ته څنګه تسلي ورکړمه

کریمه څه ضرور چې دا خبر دې بیا کوله

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

د ژوند سندرو ته نڅا پکار ده

سبا مرګی دی څه خندا پکاره ده

 

اوښکې دې پاکې که بلا دې واخلم

موږ مسافرو ته دعا پکار ده

 

په مخ دې تورې زلفې مې خوروه

دغه تیاره ښار ته رڼا پکار ده

 

خلک به نورې نورې هیلې لري

زما خو ستا یوه ادا پکار ده

 

یاران مې رنګ ته ګوري وایې راته

داستا په حال باندې ژړا پکار ده

 

هغې,ته ووایه چې بیرته راشي

کریمه ټپ ته مې دوا په کار ده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

رنګونه مه وژنه د کرکې په طوفان بس دی

ژوند ته راستون شه زندګي وکړه قربان بس دی

 

له دې نه پس به ژوند ته بله  یوه لاره ګورم

له دې نه پس به ستم نکوم په ځان بس دی

 

ژوند که روان وو نو له تا وروسته به هم روان وي

په ما به نه کوې ګلابه نور  احسان بس دی

 

په تا چې سخته راشی دوی درنه مخ واړوي

ماته معلوم شولو د دې دوَر یاران بس دی

 

چې وکړم ستا د مخ جومات کې د دو سترګو ذکر

کریمه ماته خو بس دوغومره ایمان بس دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

د ستړي ژوند ناکام منظر ته ژاړي

دا سړی. هر وخت. سمندر ته ژاړي

 

له ډیره درده په ځان خولې لګوي

د خپل مات شوي زړه پرهر ته ژاړي

 

حالاتو. ټولې ورته. ووژلې!

د ارواښادو. هیلو سرته ژاړي

 

دغه ماشوم راته بې موره ښکاري

دېوال. ته ناست دی. د کور ور ته ژاړي

 

د بېکسۍ اوښکې یې راشي په مخ

ګریوان ته ګوري او څادر ته ژاړي

 

ورته وطن کلی او کور یادیږي

د بل. وطن. ژیړ مازیګر ته ژاړي

 

تمامه شپه ورسره سم سوزیږي

کریم. د شمعې خوار بشر ته ژاړی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

درد به ژېړ زبېښلی یم او روح به مې وتلی وي

ته چې بیا راځې په ما به جوړ د خاورو څلی وي

 

خود به الزامونه لګوي په زندګۍ باندې

چا چې لکه ما غوندې د مینې یار بایللی وي

 

دلته دوه مین تر خپل منزله پورې نه رسي

دلته ځکه هر وګړی زړه باندې داغلی وي

 

څو به لا د خپلو بربادویو تماشې کوم 

څو به مې داستا تصویر له ځان سره ساتلی وي

 

بیا چې سيمې شاړې لټوې ورپسې څه پایده!

ستا کریم به ډېر لري داستا له ژونده تللی وي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

د اسمان ورېښمینه غېږ کې په نڅا دې زرین ستوري

نیمه شپه ده شبګیرو وهلي واړه ورته ګوري

 

ښایې بیا د الهامونو ښاپېریو ته وریاد شم

نن مې بیا د خیال په ځمکه ستا د یاد پرخه را اوري

 

ستا غوصه داستا د شونډو هر انداز د ګل ګزار دی

ستا له سپینې خولې قربان شم راته کانده سپکې سپوري

 

ستا د مخ سپینې رڼا ته زما د فکر نظر ړوند دی

چې پرې وستایم ستا حُسن یاره نشته داسې توري

 

چې نظر مو په هر حُسن پسې واوړي لېوني شو

یا خو ښکلي جادوګر دي یا یو موږ په زړه کمزوري

 

ترې روان شوم په سلګو کې یې دا یوه خبره وکړه!

چې په کوم خدای دې سپارلې یم هغه خدای دې په لوري

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

ړنګ وجود په زړه زخمي یمه ماښام دی

ګوټ ګوټ څکمه لاس کې ډګ د زهرو جام دی

 

ژوند خراب دی زه خراب حالات خراب دي

بیا هم  ساه اخلمه څه وکړم ناکام دی

 

ستا د لاسه مې هر څوک په کاڼو وُلې

محبته نوم مې هر ځای کې بدنام دی

 

ما یې غم ته د زړه کور کې ځای ورکړی

ما د یو کس څومره کړی احترام دی

 

دومره ژر مې له زړه مه باسه جانانه

ستا په سر په ما د ټول کلي الزام دی

 

نور به څومره لا خپل زړه خورمه شاهینه

نور بې سېکه یم د زړه زور مې تمام دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

دوی به مې ژوند اخیست او ما ورته ګلاب ورکاوه

د سر دښمن ته به مې دغسې عذاب ورکاوه

 

دومره یوازې ومه زه د ژوند په دښته کې چې

خپلو نارو ته به پخپله ما ځواب ورکاوه

 

د زړه اسمان به مې د درد وریځو وینولو

تا به چې زلفو ته په سپین مخ پیچ تاب ورکاوه

 

ښه دی چې مینه کې حساب او کتاب نشته ګنې

ما به مې خپل جانان ته څرنګه حساب ورکاوه

 

ما وې کریمه چې سندرې د ژوند واوري پکې

ځکه مې هر سړي ته غیږه کې رباب ورکاوه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کریم سلطاني

پردی وطن او بې کسي ږدم سر په کاڼو باندې 

د هیچا هم مه شه خالي نظر په کاڼو باندې

 

ستا خوشحالي نصیب شه! غم دې شې زما په برخه!

ونه په پاڼو ښایسته وي غر په کاڼو باندې

 

د هغې پېغلې میَن هم چا ورته  ووژلو

هغه چې  ژاړي خوروي څادر په کاڼو باندې

 

په یوه مسکاه نو ښکلي کله چاته زړه ورکوي

د ګل ګزار به وکړي څه اثر په کاڼو باندې

 

په تصور کې مې هم نه راتله!کریمه یاره!

چې ما به وُلي یوه ورځ  دلبر په کاڼو باندې