افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دوی به مې ژوند اخیست او ما ورته ګلاب ورکاوه
د سر دښمن ته به مې دغسې عذاب ورکاوه
دومره یوازې ومه زه د ژوند په دښته کې چې
خپلو نارو ته به پخپله ما ځواب ورکاوه
د زړه اسمان به مې د درد وریځو وینولو
تا به چې زلفو ته په سپین مخ پیچ تاب ورکاوه
ښه دی چې مینه کې حساب او کتاب نشته ګنې
ما به مې خپل جانان ته څرنګه حساب ورکاوه
ما وې کریمه چې سندرې د ژوند واوري پکې
ځکه مې هر سړي ته غیږه کې رباب ورکاوه